Language

په بېلابېلو پېښو کې ١٤ وسلوال طالبان نيول شوي

لښکرګاه-ميدان ښار (پژواک ٣ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې په ځينو ولايتونو کې د امنيتي پېښو له امله دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتي، ١٤ طالبان نيول شوي او څلور ملکي وګړي تښتول شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د لړم په درېيمه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د ناچاوده توکو د چاودنې له امله د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې يو ماشوم ووژل شو او يو ټپي دى.

د هغه په وينا، وژل شوى ماشوم ١٣ او ټپي ١٥ کلن و، چې له يوې ناچاوده سرګلولې سره يې لوبې کولې او پرې وچاودېده.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې تېر مازيګر په ياده ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د کابل–کندهار پر لويه لار څلور تنه د سپرليو له موټرو ښکته کړي او نامعلوم لوري ته يې بيولي دي.

د هغه په وينا، په تېرو دوو ورځو کې د ملکي وګړو ١٠ موټر وسلوالو طالبانو له سپرليو او چلوونکو سره نامعلوم لوري ته بيولي دي.

دغه راز د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام نن د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، يوه اته کسيزه ډله، چې په لښکرګاه او شاوخوا سيمو کې يې په ترهګريزو بريدونو کې لاس درلود، نيولې ده.

د هغه په وينا، ياده ډله د جېلر په نوم د يوه طالب قوماندان تر مشرۍ لاندې د دولت ضد فعاليتونه کول او له ګاونډي هېواد پاکستان څخه يې مالي امکانات ترلاسه کول، چې له اسنادو سره يو ځاى يې هغه وخت ونيو، چې کشفي ارګانونو يې په اړه معلومات بشپړکړل.

نوموړي زياته کړه، چې په وروستيو کې په لښکرګاه ښار کې د ماينونو خښول، ځانمرکي بريدونه، پر پوليسو او قومي مشرانو بريدونه، د جېلر له خوا رهبري کېدل.

دغه راز قوماندان زياته کړه، دوه نور طالبان يې هم نيولي، چې يو په کې طالب قوماندان ملا اغا ولي نومېږي او تر دې وړاندې هم يو ځل نيول شوى و، خو بيا د عدلي ارګانونو له خوا خوشى شو.

د هغه په وينا، ملا اغا ولي يې په لښکرګاه ښار کې نيولى، خو فعاليت يې په شاوخوا مرکزي ولسواليو او مرکز لښکرګاه ښار کې کاوه.

د يو بل خبر له مخې، د غزني چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ کې يې څلور وسلوال طالبان له يو شمېر وسلو او موټرسايکلونو سره نيولي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندانۍ وياند نظيف سلطاني پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته يې د مقر ولسوالۍ په چهار کلا سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري ګډ عمليات ترسره شول، چې په ترڅ کې يې ياد وسلوال ونيول شو.

د هغه په وينا، له نيول شوو وسلوالو طالبانو سره يې وسلې، مهمات او درې عرادې موټرسايکلونه هم نيولي دي.

وسلوالو طالبانو د يادو ټولو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Related Topics