Language

په کونړ کې د لرګيو د قاچاق مخه نيول شوې

اسعداباد (پژواک، ٤ لړم ٩١): د کونړ د ولايتي شورا مشر وايي، په وروستيو دوو مياشتو کې په دې ولايت کې د لرګيو د قاچاق مخه نيول شوې او هېڅوک بهر ته چارتراش لرګي نه شي لېږدولى.

 د کونړ د ولايتي شورا مشر مياحسن عادل  نن په يوې خبري ناسته کې وويل، دوه مياشتې مخکې د کونړ پر لويو لارو لرګي قاچاق وړل کېدل، چې د ده په وينا، امنيتي کسانو په کې لاس درلود.

 عادل زياته کړه، چې د ملي امنيت ادارې ډاډ ورکړى چې د لرګيو د قاچاق په مخنيوي کې به جدي ګامونه پورته کوي او قاچاق کوونکي به نيسي.

 دى وايي، دا چې اوسمهال امنيتي مسوولين د لرګيو د قاچاق په مخنيوي کې يوه خوله شوي، نو د کونړ امنيتي حالت هم د پخوا په پرتله د ډاډ وړ دى.

Related Topics