کابل (پژواک ٨ لړم٩١): د افغانستان د سياسي ګوندونو او اېتلافونو د همکارۍ شورا وايي، چې د رايه ورکولو پخواني کارتونه په تېرو ټاکنو کې د پراخې درغلۍ لامل شوي او بيا بايد ونه کارول شي.
دا څرګندونې د حقيقت ګوند مشر شاه ولي کريمزوى نن (د لړم ٨ مه) د يادې شورا په استازيتوب په کابل کې په يوه خبري ناسته کې، چې د شوار نورو غړو هم په کې ونډه لرله، وکړې او په دې اړه يې د يادې شورا اعلاميه هم ولوسته .
د ځينې سياسي اېتلافونو په ګډون ٢١ سياسي ګوندونه د يادې شورا غړيتوب لري.
د دغې شورا په اعلاميه کې راغلي، چې په رڼه ډول د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه اندېښنې او پوښتنې شته، چې حکومت يې بايد لرې کړي.
سرچينه ليکي، چې د ټاکنو د تېرې دورې کارتونه په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ لامل شوې او په کار ده، چې بيا ونه کارول شي.
په اعلاميه کې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي، خو د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) تېره مياشت ويلي وو، چې کم عمره کسانو ته د کارتونو وېشل، څو کارتونه اخيستل، نارينه وو ته د هغوى د ښځو په نوم د کارتونو ورکړه او همداراز غايبو کسانو ته د کارتونو توزيع، د تېرو ټاکنو ستونزې وې.
د افغانستان د سياسي ګوندونو اواېتلافونو د همکارۍ شورا، د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي لپاره له نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره د رايې ورکوونکو د نوملړ په برابرولو کې مالي مرسته وکړي.
دغه راز په اعلاميه کې د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه غوښتل شوي، چې د رايه ورکوونکو نوملړ دې د راتلونکو ټاکنو څخه وړاندې بشپړ کړي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ کال په لومړيو کې تر سره شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد شوي کميسيون لا له وړاندې د دې نوملړ د برابرولو طرحه جوړه کړې ده.
د هېواد اتباعو ته د الکترونيکي تذکرو وېش هم حکومت ته د دې شورا په وړانديزونو کې شامل و او ټينګار يې کاوه، چې د ټاکنو له پروسې په جلا ډول د دې تذکرو د وېش چارې تر لاس لاندې ونيسي.
په اعلاميه کې راغلي، چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره ډېره موده پاتې ده، حکومت تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې کولى شي، د الکترونيکي تذکرو د وېش لپاره کارکوونکي وروزي او تخنيکي چارې يې بشپړې کړي.
سرچينه زياتوي، چې که حکومت د هېواد د ٣٤ ولايتونو په ٣٦٥ ولسواليو او ٢٠٠ ښاري ناحيو کې د ورځې سل، سل تذکرې هم ووېشي، نو دا چاره به په يوه کال کې بشپړه شي.
فيفا هم تېره مياشت له دولت څخه وغوښتل، چې د هېواد اتباعو ته الکترونيکي تذکرې ووېشي، ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې د رايو ورکوونکو د پېژندپاڼې په توګه وکارول شي.
خو دې بنسټ بيا د رايې ورکونې د پخوانيو کارتونو له کارولو سره مخالفت نه درلود.
فيفا ويل، چې که د ټاکنو تر وخته ټولو افغانانو ته تذکرې ونه وېشل شوې، نو پاتې کسانو ته بايد د پخوانيو کارتونو له مخې د رايې ورکولو اجازه ورکړل شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت ويلي، چې د الکترونيکي تذکرو د وېش تخنيکي چارې بشپړې شوې او په پام کې ده، چې وېش يې د مرغومي په مياشت کې پيل شي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارلانشا سرپرست ذکريا بارکزي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کميسيون د رايه ورکوونکو د نوملړ د برابرولو طرحه په پام کې لري.
ده وويل، چې که حکومت الکترونيکي تذکرې ووېشي، نو کميسيون به ورته لومړيتوب ورکړي او که دا کار ونه کړي، نو د ټاکنو کميسيون بديل طرحې په پام کې لري.
د هغه په وينا، دغه کميسيون په پام کې لري، چې د څلورو مياشتو لپاره په ولسواليو او او ځينو سيمو کې د نوم ليکنې مرکزونه پرانيزي.
دى وايي، دغه مرکزونه به هغو کسانو ته چې کارتونه نه لري، کارتونه ورکړي او پخواني کارتونه به هم تر ارزونې وروسته په راتلونکو ټاکنو کې د کارونې لپاره د اعتبار وړ وګرځوي.
د سياسي ګوندونو يادې شورا په نننۍ ناسته کې په افغانستان کې د رايې ورکونې اوسنۍ (د واحدې او نه لېږد وړ رايې ورکونې سيستم SNTV) ، ناکام وباله.
په ياده شورا کې د افغانستان د خلکود يووالي اسلامي ګوند استازي اسدالله سعادتي وويل، چې په دې سيستم کې له يوې خوا د خلکو رايې ضايع کېږي او له بلې خوا سياسي ګوندونه نه شي کولى په اغېزمنه توګه په دولت کې ونډه ولري.
د ده په وينا، په کار ده، چې په افغانستان کې د رايې ورکونې اوسنۍ سيستم مختلط شي او له مخې يې ٥٠ سلنه څوکۍ د سياسي ګوندونو استازو او پاتې نور خپلواکو کانديدانو ته ځانګړې شي.
د ده په خبره، د مختلط سيستم له مخې د يوه ګوند رايې د ټول هېواد په کچه ارزول کېږي او دا چې په ټول هېواد کې د کارول شوو رايو، څومره برخه يوه ګوند ترلاسه کړې وي، له مخې يې څوکۍ ورکول کېږي.
ده وويل، چې د رايې ورکونې مختلط سيستم د جاپان او جرمني په ګډون په ٣١ پرمختللو ملکونو کې کارول کېږي.
د افغانستان د سياسي ګوندونو اوايتلافونو د همکارۍ شورا په هېواد کې د عادلانه او رڼو ټاکنو ترسره کول، د ملي يووالي د تامين او له سياسي مشرۍ د خلکو د پوره ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره اړين وبلل.
د دې شورا په اعلاميه کې راغلي، چې رڼې ټاکنې کولى شي حکومت پياوړى کړي، تر څو د خلکو د ملاتړ په ترلاسه کولو سره په هېواد کې د شته ناامنيو او ګډوډيو کچه راټيټه کړي.