لښکرګاه ( پژواک ٩ لړم ٩١ ) : د ملي پوليسو په يونيفورم کې يوه تن په هلمند ولايت کې د ايساف دوه بريتانوي سرتېري ووژل.
په دې ولايت کې يوې امنيتي سرچينې ، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله،د لړم په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا پېښه نن غرمه مهال د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې د نهرسراج په سيمه کې د سيند پر غاړه د پرشه په نامه دپوليسو پوستې ته څېرمه د ملي پوليسو په يونيفورم کې يوه تن پر بريتانوي سرتېرو ډزې کړي او دوه سرتېري يې وژلي دي.
يادې سرچينې وويل، چې بريد کوونکى له سيمې څخه په تېښته بريالى شوى دى.
د هلمند دامنيه قوماندانۍ د همغږۍ د مرکز مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم له يوې پېښې خبر شوي او سيمې ته يې د پلټنو لپاره پلاوى لېږلى دى.
نوموړي په دې اړه نور معلومات نه درلودل.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته ومنله، چې نن دافغانستان په سوېل کې د ملي پوليسو په جامو کې يوه تن ددوى پر سرتېرو ډزې کړي او دوه تنه يې وژلي دي.
سرچينې زياته کړه ، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
ددغو سرتېرو له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٣٦٨ تنو ته ورسېده.
دا په تېره يوه اونۍ کې دويمه پېښه ده، چې په دا ډول داخلي بريدونو کې بريتانوي سرتېري وژل شوي دي.
د يادونې ده،چې له يوې مياشتې کرارۍ وروسته له تېرې اونۍ راهيسې يو ځل بيا د داخلي بريدونو لړۍ تونده شوې ده.
تېره اونۍ په اروزګان ولايت کې يوه افغان سرتېري پر امريکايي سرتېرو ډزې کړې وې او دوه يې وژلي وو، دغه راز په همدې اونۍ کې دا ډول پېښه په هلمند ولايت کې هم رامنځته شوې وه.
په هلمند کې هم يوه پوليس د ايساف دوه بريتانوي سرتېري وژلي وو.
د روان زېږديز کال له پيل راهيسې په شاوخوا ٣٧ دا ډول بريدونو کې ٥٧ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايان دي.