مزارشريف (پژواک ١١ لړم ٩١): ناپېژانده وسلوالو په بلخ ولايت کې د يوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولايت په خلم ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د سيمې يوه اوسېدونکي د شخصي دښمنۍ له امله د يوې کورنۍ درې غړي (ښځه، خاوند او زوى) مېلمانه کړي او بيا يې په خپل کور کې وژلي دي.
د امنيت امر د دښمنۍ د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل.
نوموړى وايي، چې د سيمې اوسېدونکو نن په دې اړه پوليسو ته شکايت وکړ او کله چې پوليسو په سيمه کې پلټنې وکړې، نو ياد مړي يې وموندل.
د خلم ولسوالۍ د کلينيک مسوول ډاکټر فريدون شهنواز پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې ياد کسان په ډزو وژل شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي حضرت محمد وايي، چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، کله چې دغه وژل شوي کسان له مېلمستيا وروسته نادرکه شول، نو د کورنۍ نورو غړو او خپلوان يې پوليسو ته شکايت وکړ.
نوموړى وايي، چې قاتلينو دغه کسان تر وژلو وروسته په خپل کور کې خښ کړي وو او بيا تښتېدلي دي.