کابل ( پژواک ١٢ لړم ٩١ ) : په کابل کې د کاناډا سفارت ډاکټر عبدالله او امر الله صالح ته دغه هېواد ته دسفر وېزه نه ده ورکړې او ورته يې ويلي، چې له اسلام ا باد څخه دې وېزه واخلي.
د کاناډا داوټاوا ښار ديوه پوهنتون لخوا يادو کسانو او د کورنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر ته په يوه نړيوال کنفرانس کې، چې ټاکل شوې ده،د لړم په ٢٤مه، جوړ شي،د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.
په کابل کې يوې ديپلوماتيکې سرچينې، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، دلړم په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کابل کې د کاناډا سفارت د ملي ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله او د ملي امنيت پخواني مشر امر الله صالح ته وېزه نه ده ورکړې.
سرچينې زياته کړه، سفارت دې کسانو ته ويلي وو، چې دپاکستان په اسلام اباد کې دې د کاناډا له سفارت څخه وېزه ترلاسه کړي، خو دې کسانو اسلام اباد ته له تګ څخه انکار کړى و.
((دي ګزيټ)) په نامه يوې کاناډايۍ رسنۍ پرون راپور ورکړى،چې په کابل کې د کاناډا سفارت له ځانګړيو حالاتو پرته دا ډول وېزې نه ورکوي.
سرچينې زياته کړې،اسلام اباد ته د ملي امنيت پخواني مشر او د ملي ايتلاف غړي امرالله صالح لپاره سفر ستونزمن دى،ځکه چې هغه دپاکستاني او افغاني دواړو طالبانو لخوا هدف ګرځېداى شي .
د يادې رسنۍ د معلوماتو له مخې، امر الله صالح د اکتوبر په ٢٦مه، د کنفرانس مسوولينو ته په يوه ليک کې ليکلي : ((اسلام اباد ته د وېزې په موخه تګ زما لپاره له ځان وژنې کم نه وي.))
په ياد راپور کې راغلي، چې دافغانستان دکورنيو چارو د پخواني وزير حنيف اتمر د وېزې عرض پاڼه اوس هم په ځوړند حال کې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په افغانستان کې د کاناډا د بيارغونې د چارو پخوانۍ مشره نيپا بېنرجي، چې دياد کانفرانس د مسوولينو له ډلې څخه ده، يادو ا فغان چارواکيو ته د وېزې پر نه ورکولو د کاناډا پر حکومت نيوکه کړې ده.
هغې زياته کړې ، چې په دې کنفرانس کې بايد يادو افغان شخصيتونو ته چانس ورکړل شوى واى ، څو په ٢٠١٤ کال کې د ناټو تر وتلو وروسته دافغانستان د راتلونکي په اړه يې خبرې کړې واى.
نوموړې ويلي : (( د وېزې لپاره اسلام اباد ته د امر الله صالح لېږل لېونتوب دى.))
بېنرجي وايي ، چې امر الله صالح او ډاکټر عبدالله په متواتره توګه امريکا ته تللي او هلته يې ويناوې کړي، خو په کابل کې دوى ته وېزه نه ورکول د کاناډا د حکومت احمقانه کار دى.
بلخوا د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دوى په کابل کې نه، بلکې د اسلام اباد په سفارت کې وېزې ورکوي، ځکه نو هر څوک بايد اسلام اباد ته ولاړ شي.
د ملي ايتلاف وياند فضل الرحمن اوريا وايي، چې له نن نه دوه نيمې مياشتې مخکې يوه کاناډايي پوهنتون د ملي ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او حنيف اتمر ته بلنه ورکړې وه، چې هغه هېواد ته ورشي او وينا وکړي.
اوريا زياته کړه، چې له نن څخه يوه نيمه مياشت مخکې ډاکټر عبدالله د ډېرو بوختياوو له امله ونه شواى کولى ، چې ياد هېواد ته سفر وکړي او له هغوى يې بښنه وغوښته.
ديادونې ده ، چې څو کاله مخکې په کابل کې د کاناډا سفارت د هغه مهال د ولسمشرۍ لومړي مرستيال احمد ضياء مسعود ته هم وېزه نه ورکړې .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP