Language

دوه لوړ پوړي استخباراتي افسران په امریکا کې نادرکه شوي دي

کابل ( پژواک ۱۲ لړم ۹۱ ) : امریکایي سرچینې وایي چې دافغانستان د ملي امنیت دوړه لوړ پوړي افسران چې په یوه رونیز پروګرام کې امریکا ته تللي وو، نادرکه شوي دي.

امریکایي رسنۍ (سي بي ایس) د لړم په ۱۲مه، خبر ورکړی چې د جګړن او تورن په رتبو دغه افسران په جرمني کې د لسو اوونیو په یوه روزنیز پروګرام کې تر ګډون وروسته واشنګټن ته په څیړنیز سفر راغلي وو.

سرچینې زیاته کړې چې دا افسران جګړن محمد فاروق غني زاده او تورن علي بابا خاشي نومیږې او د تیرې جمعې په ورځ چې ټاکل شوې وه، دوی دډیلس هوایي ډګر له لارې خپل هیواد ته ستانه شي، هوایي ډګر ته نه دي راغلي او نادرکه شوي دي.

په یاد شوي راپور کې راغلي دي ډګرمن غني زاده د افغانستان د ملي امنیت دترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې او سازمان شویو جرمونو د څانګې کارکوونکی او خاشي دامریکا او اروپا د چارو په څانګه کې دنده لرله.

د سي بي ایس په راپور کې دغه راز راغلي دي چې دغه کسان ټاکل شوې وه، په واشنګټن کې له خپلو امریکایي سیالانو سره وګوري، خو له دې لیدنې مخکې نادرکه شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یادو افسرانو  د جرمني د ( جارج سي مارشال) په نامه یوه رونیز مرکز کې روزنه ترلاسه کړې وه، چیرته چې د ناټو اړونده او د ناټو دهمکاریو هیوادونو د استخباراتو کارکوونکو او افسرانو ته روزنه ورکول کیږي.

دامریکا امنیتي مسوولینو سي بي ایس رسنۍ ته ویلي چې دغه افغان افسران دې لپاره نادرکه شوي چې غواړي په امریکا کې پاتې شي او یا هم کاناډا ته ولاړ شي، چیرته چې د پناه ورکولو چارې اسانې دي.

سرچینې زیاته کړې چې دامنیتي چارواکو لخوا دامریکا د تحقیقاتو مرکزي ادارې (ایف بي ایی)  د کورني امنیت ادارې ،  پولیسو او د امریکا د ټولو سرحدي لارو او هوایي ډګرونو مسوولینو ته په دې اړه خبر ورکړل شوی دي.

دافغانستان د ملي امنیت ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دیادونې وړ ده چې له دې مخکې یو شمیر هغه افغان پیلوټان چې امریکا ته درزونې لپاره لیږل شوي وو ، هم په امریکا کې نادرکه شوي وو او بیا یې پناه اخیستې وه.