لښکرګاه (پژواک ١٣ لړم ٩١): د ګرمسېر ولسوال په داسې حال کې د پوليسو د تشکيل له کموالي شکايت کوي، چې ټاکل شوى د امنيت دلېږد په راتلونکي پړاو کې ددې ولسوالۍ امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
يادې څرګندونې د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
د هغه په وينا، چې زيات شمېر بهرني سرتېري له يادې ولسوالۍ وتلي، خو د افغان ځواکونو د ښې وړتيا له امله امنيت نور هم خوندي شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې ګرمسېر له لښکرګاه څخه ٦٤ کيلومتره واټن لري او له پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده، چې وخت ناوخت وسلوال مخالفين له دې لارې وسلې او چاودېدونکي توکي را اړوي.
د عمر په خبره، اوس مهال په دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا عمليات روان دي او د هغوى د ښې همغږۍ له مخې تر ډېره بريالي دي او د وسلوالو طالبانو د فعاليتونو مخه يې کابو نيولې ده.
ولسوال زياته کړه: ((د امنيت د لېږد پروسې ته بشپړ چمتووالى لرو، سرتېري مسلکي دي، خو د سمبالښت په برخه کې څنګه چې اړتيا ده، نه دي سمبال. مخابرې، موټر او درنې وسلې نه لري، په داسې حال کې، چې ياده ولسوالۍ سرحدي ده او د نورو سيمو په پرتله ورته د دغو وسايلو ډېره اړتيا ده.))
نوموړي وويل، چې اوس مهال ګرمسېر ٦٠٠ پوليس لري، چې ٣٠٠ يې سيمه ييز دي، دوه کنډکه د ملي اردو او دوه ټولي د سرحدي پوليسو شته، چې ښه امنيت يې ساتلى دى.
د ګرمسېر ولسوال وايي، چې د سرحدي پوليسو تشکيل لږ دى او اوس مهال د سرحد پر ځاى په ولسوالۍ کې مېشت دي او دوى يې د ډېرېدو غوښتنه کوي.
د هغه په وينا، د امنيتي ځواکونو د زياتو فعاليتونو له امله د طالبانو خوځښتونه کم شوي، اوس د مخامخ جګړې پر ځاى يواځې له ماينونو کار اخلي، چې د دغه کار لپاره هم يا له پولې هاخوا څخه را اوړي او يا هم له شاوخوا ولسواليو راځي، خو خپله په ګرمسېر کې د پټېدو ځاى نه لري.
نوموړي وويل، چې په ملکي برخه کې هم په ياده ولسوالۍ کې ډېرې پروژې پلې شوې، چې ډېرې د کرنې په برخه کې دي، نږدې ټول کانالونه يې پاک شوي او يو شمېر سړکونه يې هم جوړ شوي دي.
د ولسوال په خبره، ملکې اداره يې هم فعاله ده، خو په تشکيل کې يې کموالى شته، چې په بشپړېدو سره به يې نور هم فعاليتونه سم شي.
د يادونې وړ ده چې افغان ځواکونو ته دامنيت دلېږد په پروسه کې تر اوسه د هلمند د مرکز لښکرګاه او دريو ولسواليو د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې او ټاکل شوې ده، چې په بل پړاو کې د ګرمسېر په ګډون د يو شمېر نورو ولسواليو امنيت هم شامل شي.