Language

په جلال اباد کې د فارياب د پېښې قربانيانو ته فاتحه وشوه

جلال اباد( پژواک ١٣ لړم ٩١ ) : ځايي چارواکو او قومي مشرانو د ننګرهار ولايت په شاهي ماڼۍ کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د فارياب د پېښې د قربانيانو فاتحه واخيسته.

 

د تېر لوى اختر په لومړۍ ورځ د ميمنې ښار په يوه جومات کې د اختر د لمانځه پر مهال د يوه ځانمرګي بريد له امله نږدې سلو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، د ولايتي او سولې شورا غړو، ځايي چارواکو او قومي مشرانو نن (د لړم ١٣مه) د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د يادې پېښې د قربانيانو د فاتحې په مراسمو کې برخه واخيسته.

 

ګډونوالو د يادې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل او وژل شوو ته يې د لوى خداى له درباره د فردوس جنت غوښتنه او ټپيانو ته يې د عاجلې شفاء دعا وکړه.

 

شېرزي تر يادې غونډې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دې پېښه د زړه له تله خواشينى شوى دى.

 

هغه زياته کړه: ((ټول افغانان سره وروڼه دي او موږ د فارياب له خلکو سره په دغه غم کې شريک يو.))

نوموړي پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې نور دې سولې ته کار وکړي او له ورور وژنې دې لاس واخلي.

 

د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې رييس ملک نذير وايي، چې تر ټولو ډېر په دې خواشينى دى چې هېڅوک يې داسې ونه ليدل چې د يو سوله ييز لاريون په ترڅ کې دغه پېښه وغندي.

 

هغه زياته کړه: ((که د امريکا د کوم ښار په يوه جومات کې چاودنه وشي نو ټول په يوه خوله چيغې وهي چې جومات يې شهيد کړى، خو دلته هره ورځ په جومات کې چاودنه کېږي، مسلمانان په کې وژل کېږي، خو هېڅوک غږ نه پورته کوي.))

 

نوموړي د ننګرهار د ولسونو په استازيتوب له فارياب نه راغلو قومي مشرانو او ديني عالمانو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.

 

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړي نمبر زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل د دې پېښې د غندنې ترڅنګ وايي، چې دغه ډول بريدونه د هېواد او خلکو د دښمنانو کار دى.

 

د فارياب د قومي مشرانو او ديني عالمانو په استازيتوب ديني عالم مولوي بسم الله له ټولو ننګرهارمېشتو د زړله له تله په دې مننه وکړه چې له دوى سره په غم کې ځان شريک ګڼي.

 

هغه په ټولو افغانانو غږ وکړ، چې ټول دې په يوه غږ د يووالي لپاره کار وکړي.

 

هغه زياته کړه: ((نور په ورور وژنه نه کېږي، بس سره يو شئ، يو موټى شئ او دا د پردو لاسونه له ځانه لنډ کړئ!))