مزارشريف (پژواك ١٥ لړم ٩١): د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ د محكمې مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د ولايتي شورا يو شمېر وكيلان په قضايي چارو کې غير قانوني لاسوهنه کوي او د ځينو له خوا ګواښل کېږي هم.
د بلخ په استيناف محكمه كې د لړم په ۱۵مه د قضايي چارو د ګړنديتوب او لا ښه والي په موخه غونډه جوړه شوې وه.
د يادې غونډې په ترڅ كې د نهرشاهي ولسوالۍ د محكمې قضايي غړي حبيب الله پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د روان كال په اوږدو كې يې ۱۹۱ جزايي دوسيې فيصله كړې، چې پر ټولو يې قانوني اجراات شوي دي.
خو نوموړي زياته كړه، چې د همدغه كال په اوږدو كې د ولسي جرګې او ولايتي شورا يو شمېر وكيلانو بار بار په قضايي چارو كې په غير قانوني ډول د لاسوهنو هڅه كړې ده.
د هغه په وينا، په ولسي جرګه كې د بلخ ولايت يو شمېر استازو، دى په غير قانوني چارو ترسره كولو مجبور كړى او د نه ترسره كولو په صورت کې يې پر مرګ ګواښلى دى.
قاضي حبيب الله د ولسي جرګې د يوه وكيل، چې نوم يې په ډاګه نه کړ، د ګواښ په اړه وويل: ((يو كس چې د غلا په تور نيول شوى، يوه وكيل يې په اړه زنګ راته ووهه، چې دغه كس دې ولې نيولى دى. ما ورته كړه، چې دى د غلا په تور نيول شى، موږ پرې خپلې قضايي مرحلې تېرو، هغه راته كړه، ما نه پېژنې والله كه دې يو چورګوړى هم ژوندى پرېږدم.))
نوموړي همداراز د بلخ د ولايتي شورا له غړو هم شكايت وكړ، چې د دوى په چارو كې د غير قانوني لاسوهنو هڅې كوي.
د هغه په وينا، همدا ګړى يو مجرم له دوى سره دى، چې د ولايتي شورا يو وكيل يې په دې نوم، چې د ده موټر چلوونكى دى، د خلاصون هڅې كوي.
قاضي حبيب الله وويل، چې دوى تر دې دمه د چا ګواښ ته تسليم شوي نه دي، په خپلو چارو كې يې په بشپړه توګه خپلواک دي او د قانون په نظر كې نيولو سره يې چارې ترسره كړې دي.
خو د بلخ د ولايتي شورا مسوولين د دې شورا د غړو له ورته كړنو بې خبري ښيي.
د يادې شورا منشي مېرمن شكېبا شكېب پژواك اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا د غړو په شخصيت كې د داسې كړنو نښې نه ويني.
خو نوموړې زياته كړه: ((موږ له نهرشاهي ولسوالۍ څخه هم ځيني وكيلان لرو، كه چېرې زموږ كوم وكيل غير قانوني لاسوهنه كړې وي؛ نو محكمه دې مهرباني وكړي، د هغه نوم دې مشخص كړي.))
د هغې په وينا، كه چېرې له محكمې په رسمي ډول داسې كوم مكتوب راشي؛ نو دوى به هم رسمي او قانوني چلند وكړي.
د بلخ د استيناف محكمې رييس فضل الرحمن فضلي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د نهرشاهي د محكمې قاضي د تېرو وختونو كيسې كوي، دمګړۍ دوى له داسې كومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
نوموړي زياته كړه، چې پخوا به ځيني زورواكو په قضايي چارو كې د غير قانوني لاسوهنو هڅې كولې؛ خو اوس دوى له دې ډول لاسوهنو لاس په سر شوي دي.
د بلخ د استيناف محكمې رييس د خپلو لاس ته راوړنو په اړه وويل، چې په تېر كال كې ورته پنځه زره او ۲۸ دوسيې راغلې، له دې شمېر دوسيو ٦١٣ يې نوي كال ته لېږدول شوې او پاتې نورې بشپړې شوې دي.
نوموړي زياته كړه، چې په روان كال كې هم تر دې دمه څه باندې ۱۰۰۰ دوسيې وړاندې شوې، چې تر دې دمه څه باندې ۶۰۰ بشپړې شوې او پاتې يې تر كار لاندې دي.