ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-غزني مسافر د موټرو د کرايې له لوړېدو شکايت کوي

د کابل-غزني مسافر د موټرو د کرايې له لوړېدو شکايت کوي

author avatar
7 Nov 2012 - 17:46
د کابل-غزني مسافر د موټرو د کرايې له لوړېدو شکايت کوي
author avatar
7 Nov 2012 - 17:46

غزني ښار (پژواک ۱۷ لړم ۹۱): په غزني ولايت کې ډېرى مسافر وايي، چې په دې وروستيو کې د کابل-غزني د لويې لارې کرايه څه کم دوه برابره زياته شوې ده.

د دوى په خبره، پخوا به د کرولا موټر کرايه ۲۵۰ افغانۍ وه، خو اوس دغه کرايه له څلورو تر پنځه سوو افغانيو پورې رسېدلې ده.

د غزني يو اوسيدونکي رحمت الله، چې له کابل څخه غزني ته راغلى، پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا به له غزني تر کابله او يا هم له هغې خوا راتلل، نو د کرولا موټر کرايه ۲۵۰ افغانۍ وه، خو اوس ۴۰۰ افغانۍ او يا له دې هم ډېرې اخلي.

نوموړي زياته کړه، چې چلوونکو دغه کرايه پر خپل سر لوړه کړې او ټولو موټر چلوونکو دغه تړون کړى او اوس چې هر موټر ته ورشې همدومره کرايه اخلي، خلک مجبور دي، ور يې ورکړي.

د غزني ښار يو بل اوسېدونکي نجيب الله، چې کابل ته ته تلو په موخه په موټر کې سپور و، پژواک اژانس ته وويل: ((له موټر چلوونکي سره په ډېرو زاريو او جنجال په ۳۷۰ افغانۍ جوړ شوم، کنه دوى پوره ۴۰۰ افغانۍ غوښتې، خلک څه وکړي، يو سړى به پيسې لري، خو يو يې نه لري.))

د ده په خبره، پخوا به چې د تېلو بيه لوړه شوه، کرايې به هم لوړېدې، خو اوس تېل هم په پخوانۍ بيه دي او کرايې پورته شوې دي.

دى وايي: ( دغه ظلم دى او د فساد يو ډول دى، چې موټر چلوونکي يې ترسره کوي، بايد دولت او اړوندې ادارې يې مخنيوى وکړي.))

د نجيب الله په وينا، په اډه کې ترافيک هم شته، خو چلوونکي هغوى ته پيسې ورکوي، چې له همدې امله هېڅ نه ورته وايي.

يو بل مسافر حميدالله بيا وايي، کله چې د ماسپښين له درېيو بجو نه واوړي، که کابل ته څوک ځي او يا له هغه ځايه راځي، نو کرايې ډېرې لوړې شي.

نوموړي وويل: ((که موټر چلوونکي ته ووايې، چې ولې دومره زياتې پيسې اخلې، نو وايي، چې اوس خو څوک نه ځي او که دومره پيسې نه راکوې نو ته هم مه ځه، نو له هر چا ٤٥٠ افغانۍ کرايه اخلي.))

بلخوا موټر چلوونکي هم ياده ستونزه مني او وايي، چې په دې وروستيو کې يې کرايې لوړي کړې دي.

د کرولا موټر يوه چلوونکي محمدنسيم پژواک اژانس ته وويل: ((موږ څه وکړو،۱۰۰ افغانۍ رانه د اډې منشي اخلي، دوه يا څه کم دوه ساعته لاره ده، خو موږ يې په درېيو ساعته کې وهو، امنيت خراب دى، لاره خرابه ده، چې کرايې لوړې نه کړو، نو موږ ته يې ګټه نه پاتې کېږي.))

د هغه په وينا، ډېر وخت د کابل-غزني لويه لاره تړلې وي او دوى په ساعتونو، ساعتونو انتظار باسي، څو لاره خلاصه شي.

نوموړى وايي: ((پرون ورځ مې سهار په ۹ بجې له غزني حرکت وکړ، ۱۲ بجو ته کابل ته ورسېدم، کتار لاره بنده کړې وه، تېل مو ډېر مصرفيږي.))

يو بل موټر چلوونکى جمشېد بيا وايي، چې کرايه يواځې له غزني تر کابله لوړه شوې، له هغې خوا هماغه پخوانۍ ده او لامل يې دا ښيي، چې له غزني سپرلي ډېر وي او له کابله غزني ته بيا دومره نه وي.

نوموړي زياته کړه، چې د اختر په شپو ورځو کې دوى له يو مسافر څخه ۵۰۰ افغانۍ هم اخيستې دي او د اختر په ورځو کې کرايه ډېره لوړه شوې وه، چې اوس هم پر هماغه حال پاتې ده.

په غزني کې د ځمکني ترانسپورت امريت چارواکي هم وايي، چې چلوونکو پر خپل سر کرايې لوړې کړې دي.

د غزني د ترانسپورت امر احمدولي توکل زاده پژواک اژانس ته وويل، د ترانسپورت د لايحې له مخې، د کرولا موټر کرايه ۲۴۰ افغانۍ، د سراچې ۲۱۰ افغانۍ، د فلاينکوچ ۱۴۰ او د کاسټر، ۳۰۳ او ۳۰۲ موټرو کرايه ۱۰۵ افغانۍ ده.

د هغه په وينا، کومه لايحه چې د دوى امريت ته راغلې، هغه دوى په غزني کې د ترافيکو مديريت ته استولي او نور د ترافيکو د مديريت مسووليت دى، چې کرايې کنټرول کړي.

خو په غزني کې د ترافيکو مديريت بيا وايي، چې تر اوسه دوى ته کوم مسافر شکايت نه دى کړى، چې کرايې لوړې شوې دي.

د غزني د ترافيکو مدير محمدالله احمدي پژواک اژانس ته وويل: ((تر اوسه چا راته شکايت نه دى کړي او که چېرې موټر چلوونکي دومره زياته کرايه واخلي، نو موږ به يې خامخا جريمه کړو.))

د هغه په وينا، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د لايحې خلاف عمل وکړي او لوړه کرايه واخلي.

نوموړي ومنله، چې دوى ته د ترانسپورت امريت له لوري لايحه لېږل شوې او دوى ټولو اتحاديو او د ښار ټولو اډو ته استولې ده.

د ترافيکو مدير په دې برخه کې له خلکو مرسته وغوښته او له ټولو مسافرو يې وغوښتل، چې که چېرې چلوونکي له دوى ډېره کرايه اخلي، بايد د دوى مديريت ته مراجعه او شکايت وکړي.

د يادونې ده، هر کال کله چې د واوره وريږي او يا هم د اختر ورځې وي، نو په غزني کې د موټرو کرايې لوړيږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.