ښرنه ،جلال اباد : ( پژواک ١٨ لړم ٩١ ) : د پکتيکا چارواکو ددې ولايت په اورګون ولسوالۍ کې د ۱۵ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
په پکتيکا کې د ۲۰۳ تندرقول اردو ددويمې لوا مطبوعاتي مسوول سميع الله د لړم په ۱۸ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې ياد عمليات وروسته له هغه ترسره شول، چې يوې ډلې وسلوالو طالبانو د اورګون ولسوالۍ د مڼې کڼدو په سيمه کې د ملي اردو پر مرکز بريد وکړ.
هغه زياته وکړه،چې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو د هوايي ځواک غوښتنه وکړه او پر مخالفينو د هوايي بريد په ترڅ کې ١٥ تن ووژل شول.
د نوموړي په وينا، د وسلوالو مخالفينو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ملي ځواکونو ترلاسه کړې دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دې ولايت په خوشامند ولسوالۍ کې پر امريکايي ټانک د چاودنې او اتو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
خو ايساف له پژواک سره په ټېلېفوني اړيکه کې د مجاهد ياده ادعا رد کړه.
د يوه بل خبر له مخې، ايساف ځواکونو د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې عمليات کړي، يو تن يې وژلى او دوه يې له ځانه سره بيولي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل ، چې وژل شوى او وړل شوي کسان وسلوال مخالفين دي.
په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي دفتر هم ياد عمليات تاييدوي او وايي چې له کابل څخه راغليو ځانګړو ځواکونو کړي دي.
د ابراهيم په نامه د سيمې يو اوسېدونکى هم وايي، چې په دې عملياتو کې يو تن وژل شوى ، بل ټپي او دوه يې بيولي دي.
خو هغه زياته کړه ، چې دى نه پوهېږي، چې دغه کسان څوک وو.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن