کابل (پژواک ١٩ لړم ٩١): په کابل کې د امريکا سفارت په هلمند ولایت کې ماین اېښودنه، چې د چاودنې له امله یې ۱۰تنه عام وګړي ووژل شول، په کلکه وغندل.
تېر ورځ سهار مهال د عامو خلکو د سپرلۍ یو موټر د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ کې په سرک کې پر ځاى پر ځاى شوي ماين وخوت، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۱۰ تنه سپرلۍ ووژل شوې او ۶ نور ټپیان شول.
د امريکا له سفارت څخه دلړم په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه راليږل شوې خبرپاڼه کې دغه پيښه غندل شوې .
په خبرپاڼه کې د پېښې د قربانيانو کورنيو سره خواخوږي ښودل شوې او زياته شوې ده، چې “د دولت وسلوالو مخالفينو په خپل دې ډول عمل سره وښودله، چې دوى د بې ګناه ښځو او ماشومانو ژوند ته چې په واده کې د ګډون په موخه روان وو، هيڅ پاملرنه، نه کوي.”
خبرپاڼې زياته کړې (( موږ له افغانانو سره د زور او زياتي په مخنيوي کې د هغوى تر خوا ولاړ يو .))
ولسمشر حامد کرزی، هم د ملکي وګړو وژل غندلي او دا یې د انسانیت او اسلامیت پر خلاف عمل بللى دى.
و لسمشر د قربانیانو کورنیو ته ډاډګېرنه ورکړې او ويلي يې دي چې” د بيګناه خلکو وینه به بې سزا پاتې نشي او ددارنګه وحشي کړنو تر سره کوونکي به په دنیا او آخرت کې وشرمیږي.”