Language

د بلخ معيوب لوبغاړي د دولت پاملرنه غواړي

مزارشريف ( پژواک ٢٠ لړم ٩١): په بلخ ولايت کې يو شمېر معلول او معيوب لوبغاړي د ډېرو ستونزو او د چارواکو له نه پاملرنې څخه سر ټکوي.

په مزارشريف کې يو معيوب لوبغاړى وايي: ((كله چې له خپل بايسكل سره د واليبال په ميدان كې په لوبه بوخت يم؛ نو داسې فكر نه كوم، چې دواړه پښې مې له زنګونونو ښكته پرې شوې دي.))

دغه څرګندونې په مزارشريف كې د معلولينو د واليبال لوبډلې لوبغاړي ۲۶ كلن نور اغا، چې په ماشومتوب كې يې دواړه پښې د ماين په چاودنه کې له لاسه وركړې دي؛ پژواك خبري اژانس ته وكړې.

نوموړي په داسې حال كې، چې په وروستيو كلونو كې يې له سپورت سره د بلخ ولايت د معلولينو د علاقې پر زياتوالي خوښي څرګندوله؛ د سپورتي اسانتياوو له نشتوالي يې سر ټكاوه.

د هغه په وينا، دوى له تېرو دوو كلونو را په دېخوا په مزارشريف كې د معلولينو د واليبال لوبډله لري، چې له المپيك سره يې هم راجستر كړې؛ خو د ځاى د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وي.

نور اغا، چې د باختر لېسې په انګړ كې پر خپل بايسكل سپور و، د لوبو ميدان ته اشاره وكړه، چې دوى په ازاد ميدان كې لوبه كوي او په ډېره ستونزه يې ترسره كوي.

نوموړي زياته كړه: ((معلولين بايد په سرپټو ميدانونو كې لوبه وكړي؛ په ازاد ميدان كې، چې كله بال له ټاكلو حدودو څخه ووځي؛ نو بېرته راوړل يې د سړي زړه خوري.))

د بلخ ځينې معلول لوبغاړي وايي، چې دوى دغه ولايت ته د هېواد په كچه د سياليو د ګټلو جامونه هم راوړي؛ خو بيا هم ورته دولتي چارواكي پام نه كوي.

د معلولينو د باسكټبال لوبډلې لوبغاړي احمدجاويد پژواك اژانس ته وويل، چې اړوند دولتي چارواكي د معلولو لوبغاړو ته هومره پام نه كوي، لكه روغو لوبغاړو ته چې يې كوي.

نوموړي زياته كړه: ((په كار خو داسې ده، چې د روغو په پرتله موږ ته ډېر پام وشي، سره له دې چې موږ بدني نيمګړتيا لرو، بيا مو هم كوښښ كړى، چې د خپل هېواد لپاره يو څه وكړو؛ خو څوك راته زموږ د زحمت په اندازه پام نه كوي.))

د هغه په وينا، د تېرې مياشتې په ترڅ كې يې له كابل څخه د هېواد په كچه د معلولينو د باسكټبال د هغو سياليو كپ بلخ ته راووړ، چې د ټولو ولايتونو لوبډلو په كې برخه لرله.

احمد جاويد وويل، چې دوى د خپلو لوبو لپاره ځانګړي ميدانونه نه لري، چې له هر څه زيات ورته اړتيا لري.

نوموړي زياته كړه، چې دى هره ورځ د سرې مياشتې د دفتر په انګړ كې د باسكټبال د لوبو په ميدان كې له خپلو معلولو ملګرو سره لوبه كوي، چې په يوه ازاده ساحه کې جوړ شوى ميدان دى.

د هغه په وينا، دوى د لوبو وسايلو او سرپټو لوبغالو ته اړتيا لري، چې په اسانه په كې خپلې لوبې ترسره كړي.

د مزارشريف عام اوسېدونكي په سپورت كې د معلولينو برخه اخيستنې ته د ټولنې د روغو وګړو لپاره د يو پيغام په توګه ګوري او له دولت څخه ورته د مرستې غوښتنه كوي.

د مزارشريف اوسېدونكى او د بلخ پوهنتون محصل انجنير امان الله پژواك اژانس ته وويل، چې د معلولينو په هر ډول كړنو كې د ټولنې لپاره مثبت پيغام پروت وي.

نوموړي زياته كړه: ((په كار، زده كړو او سپورت كې د معلولينو برخه اخيستل د ټولنې په پاته خلكو كې د كار كولو شيمه زياتوي.))

د هغه په وينا، دوى هر وخت هڅه كوي، چې د معلولينو د لوبو ننداره وكړي، د دوى لوبه يې لټي له منځه وړي او د كار كولو خوځښت يې لا پياوړى كېږي.

انجنير امان وويل، چې دولت بايد د معلولينو د سپورت په برخه كې جدي هڅې وكړي، چې تر دې دمه يې دوى كومه ځانګړې بېلګه نه ده لېدلې.

د بلخ ولايت د المپيك مسوولين هم په دغه ولايت كې د معلولينو د سپورت د پرمختګ تر څنګ د دوى د اړتياوو د نه پوره كېدو د شكايتونو پخلى كوي؛ خو پړه پر مركزي دولت اچوي.

د دغه ولايت د المپيك رييس انجنير محمدابراهيم عثماني پژواك اژانس ته وويل، چې په مزارشريف كې د معلولينو د واليبال، باسكټبال، شطرنج، پينګ پانګ او ويلجر ګرځونې لوبډلې شته .

نوموړي زياته كړه، چې بلخ د هېواد په كچه په هغو ولايتونو كې راځي چې زيات شمېر معلولينو يې سپورت ته مخه كړې ده.

د هغه په وينا، په دغه ولايت كې نږدې ۴۰۰ معلولين په بېلابېلو لوبډلو كې غړيتوب لري.

خو انجنير عثماني هم د دغه ولايت د معلولينو په څېر معلولينو ته د سپورتي اسانتياوو له نشتوالي سر وټکاوه.

نوموړي زياته كړه: ((هر معلول د خپل بايسكل په وسيله په لوبو كې برخه اخلي، په ازادو ميدانونو كې په هر ډول موسم كې لوبه كوي، چې بايد داسې نه وي.))

د هغه په وينا، دولت مكلف دى، چې معلولينو ته د سپورت ټولې د اړتيا وړ اسانتياوې برابرې كړي، چې له ټولو مهمې يې د سرپټو ميدانونو جوړول دي.

د المپيك رييس وويل، چې په سپورتي چارو كې د معلولينو برخه اخيستل د ټولنې لپاره ښه پيغام لري، چې بايد دولت په دې برخه كې جدي هڅې ترسره كړي.

د ملي اولمپيک کمېټۍ وياند مجيب الرحمن رحماني پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د نورو لوبغاړو ترڅنګ معيوبينو او معلولينو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه زياته کړه، چې دغو لوبغاړو ته په ملي سياليو کې برخه ورکول کېږي او د روان کال د اولمپيک د معيوبينو په سياليو کې هم د افغانستان يوه معيوب لوبغاړي ته د ګډون چانس ورکړل شوى و.

نوموړي وويل، چې په بلخ کې د يوه لوى ورزشي لوبغالي د جوړولو چارې روانې دي چې تر بشپړېدو وروسته به په کې معيوبينو ته هم د لوبو کولو چانس ورکول کېږي.

Related Topics