غزني ښار (پژواک ۲۵ لړم ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په رشيدانو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال يو طالب قوماندان له خپل ملګري سره ووژل شو.
د غزني د ملي امنيت رييس سيدامير سادات د لړم په ٢٥ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه په رشيدانو ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ځواکونو د وسلوالو پر ضد عمليات ترسره کړل.
د ده په خبره، د دغو عملياتو پر مهال د حافظ سردار په نوم يو طالب قوماندان له خپل ملګري سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شو.
د هغه په وينا، ياد قوماندان او ورسره وسلوال ملګرى يې په يوه کور کې وو او د ګډو ځواکونو پر وړاندې يې وسلوال مقاومت کاوه.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي قوماندان په ياده ولسوالۍ او نور سيمو کې د افغان دولت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وسلواله مبارزه کوله.
د ملي امنيت رييس وايي، چې په دغو عملياتو کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.