کندهار ښار ( پژواک ۲۶ لړم ۹۱ ) : نامعلومو وسلوالو د زابل د کوچیانو امر په کلات ښار کې ووژلو.
د زابل د والي ویاند شریف الله ناصري د لړم په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پیښه نن له ماښام وروسته د کلات ښار اړونده د ازاري په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې نامعلومو وسلوالو په یاده سیمه کې د کوچیانو پر امر ادم خان ناصر ډزې کړې، هغه یې وژلی او پخپله له سیمې تښتیدلي دي.
ناصري وویل چې پولیسو په سیمه کې پلټنې پیل کړې، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دی نیول شوی.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.