جلال اباد (پژواک ٢٧ لړم ٩١): امنيتي چارواکي وايي، هغه پوليس ونيول شول، چې په نورستان کې يې له د افغانستان بانک څخه نهه ميليونه افغانۍ غلا کړې وې.
د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام خان نورستاني د لړم په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې وړمه شپه د افغانستان بانک درېيو ساتونکو د دغه بانک خزانه لوټ کړې وه.
د هغه په وينا، دوه پوليس يې نن د مرکز پارون اړوند د کانتيوا په سيمه کې له نهه ميليونه افغانيو سره يوځاى ونيول او يو بل پوليس په سيمه کې تر محاصرې لاندې دى.
نوموړي زياته کړه، د سيمې وسلوال طالبان هم په دې هڅه کې دي، څو دغه پوليس ونيسي او پيسې ترې واخلي، خو ياد کس اوس د پوليسو په محاصره کې دى.
د نورستان والي تميم نورستاني پژواک اژانس ته وويل، اړوندو مراجعو ته يې هدايت کړى، چې د پېښې په اړه پلټنې وکړي او ښکېل کسان د قانون منګلو ته وسپاري.
د ده په خبره، په ياد بانک کې پر نورو پيسو سربېره د نورستان د دولتي مامورينو معاشونه هم وو، چې ټولې لس ميليونه افغانۍ کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن