کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩١): د کابل د ١٠١ اسمايي زون د جنايي څېړنو مشر وايي، پوليسو په کابل کې د وسلوالو غلو يوه څلور کسيزه ډله، دوه قاتلين او دوه نظم اخلالوونکي نيولي دي.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال محمدظاهر نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې پوليسو د غلو يوه څلور کسيزه ډله له درې ميله کلاشينکوفونو سره څو ورځې وړاندې د کابل د څلورمې او ١١مې حوزې اړوند سيمو کې نيولې ده.
محمد ظاهر وويل، يادو څلور تنو ويلي، چې د شپې له خوا يې د کابل په ١١مه او ١٧مه حوزه او د يکه توت او ميرويس ميدان په ګډون د کابل ښار په نورو سيمو کې د وسلې په زور د خلکو کورونه لوټ کړي دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د غلو يادې ډلې منلې چې د کابل په بېلابېلو سيمو کې يې ١٢ ځلې غلاوې کړې او د خلکو پيسې، سره زر او نور توکي يې غلا کړي دي.
دى وايي، چې په دې ډله کې ټول ١٣ کسه شامل دي، خو پاتې نور يې تر تعقيب لاندې دي چې ډېر ژر به ونيول شي.
پوليسو نيول شوي تورن کسان رسنيو ته وښودل، ځينو يې پر خپل جرم اعتراف کاوه او ځينو نورو يې له غلو سره اړيکې منلې خو په غلاوو کې د شريکوالي په اړه يې څه نه ويل..
پوليسو له يادو څلورو تنو سره د اړيکو په تړاو په کابل کې يو زرګر هم نيولى او وايي، چې دغه زرګر به غلا شوي سره زر له غلو په ټيټه بيه اخيستل.
ياد زرګر هم په نننۍ ناسته کې ومنله چې څو څو ځلې يې له يادو کسانو د ښځو د سرو زرو ګاڼې پېرلې خو وايي، دى نه پوهېده چې دغه کسان غله دي او پر ده غلا شوي زر پلوري.
د جنايي څېړنو رييس وويل، چې په دې وروستيو کې په کابل ښار کې د غلا پېښو کابل ښاريان اندېښمن کړي دي.
دى وايي، چې د دغو غلو په نيول کېدو سره په کابل ښار کې د غلاوو کچه تر ډېره راټيټه شوې او ډېر ژر به د تښتونو په څېر د غلاوو پېښې هم په کابل کې په بشپړه توګه له منځه يوسي.
ده وويل، چې په کابل کې د تښتونو او پلان شوو جرمونو کچه ٩٨ سلنه راټيټه شوې او پاتې دوه سلنه کسان هم تر تښتونو يا غلاوو وروسته د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
خو هغه ونه ويل، چې د تښتونو کچه له څه وخت راهيسې ټيټه شوې ده.
ده وويل، چې پوليسو د هغو غلو او لوټمارانو د نيولو هڅه هم کوي چې د چاقو يا تومانچې په زور د کابل په مکروريانونو کې د شپې له خوا د خلکو پيسې او مالونه لوټوي.
د جنايي څېړنو رييس همداراز وويل، چې پوليسو د کابل د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه دوه تنه د قتل په تور نيولي چې څه موده وړاندې يې ٣ تنه وژلي وو.
محمدظاهر د وژل شوو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه، چې نيول شوو تورنو قاتلينو تر نيول کېدو وړاندې له پوليسو سره وسلواله نښته هم کړې ده.
خو دغو کسانو د رسنيو پر وړاندې ونه منله چې ګني دوى درې تنه وژلي دي.
خو د جنايي څېړنو يوه کارکوونکي په نننۍ خبري ناسته کې هغه اسناد رسنيو ته وښودل چې دغو کسانو په کې پر خپل جرم اعتراف کړى وو.
د جنايي څېړنو مشر مل پاسوال محمدظاهر وويل، چې پوليسو د لړم په ٢٥مه دوه تنه له دې امله نيولي چې د کابل د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې يې په ډزو سره امنيت ګډوډ کاوه.
ده په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې دغو دوو تنو يوه يې پر پوليسو ډزې هم کړې دي.
د جنايي څېړنو مشر له خلکو وغوښتل، چې د پوليسو د خبرولو له لارې ورسره د غلو او د امنيت د اخلالوونکو په نيولو کې مرسته وکړي.