Language

په غزني ښار کې يو صراف ووژل شو

غزني ښار (پژواک ٢٩ لړم ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني ښار په بزازۍ کوڅه کې يوه وسلوال کس يو صراف د تومانچې په ډزو وواژه.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د لړم په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن ورځ شاوخوا ١٢ نيمې بجې په ياده سيمه کې وسلوال کس پر يوه صراف د تومانچې ډزې وکړې او ځاى پر ځاى يې وواژه.

د هغه په وينا، وژل شوى صراف ناصر کربلايي نوميده او په همدغه ځاى کې يې د صرافۍ دوکان درلود.

نوموړي زياته کړه، بريد کوونکى نيول شوى او پوښتنې ترې روانې، خو ښايي له وژل شوي صراف سره کومه دښمني ولري.

د پېښې يوه عيني شاهد نوراغا پژواک اژانس ته وويل، چې ناصر کربلايي په خپل دوکان کې بوخت و، چې يو کس ورته راغى او د تومانچې ډزې يې پرې وکړې.

د ده په خبره، د وژل شوي صراف دوکان د غزني له امنيې قوماندانۍ سره نږدې په پنځوس مترۍ کې موقعيت لري.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې د همدغه صراف په دوکان کې دوه عيار شوي ماينونه هم ځاى پر ځاى شوي وو، چې وروسته پوليسو شنډ کړل.

Related Topics