Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګردېز (پژواک ٣٠ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې د پوليسو له خوا ترلاسه شوي  ٥٠  ټنه اومه چرس وسوځول شول.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د لړم په ٣٠ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چرس پرون د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت اړوند پوليسو د يادې ولسوالۍ د چارګل کلي له څلورو کورونو ترلاسه کړي وو.

د هغه په وينا، چې دغه نشه يي توکي د ولايت مقام په لارښوونه د يوه دولتي پلاوي پر وړاندې وسوځول شول او زياتوي چې له دغو توکو سره په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

نوموړي زياته کړه، دا څويم ځل دى، چې په ياده ولسوالۍ کې نشه يي توکي ترلاسه او بيا له منځه وړل کېږي.

سمون وويل: ((دا هغه سيمه ده، چې له ګاونډيو ولايتونو څخه نشه يي توکي له همدې لارې په قاچاقي ډول وړل کېږي، خو پوليس ډېر وخت قاچاقبران له توکو سره نيسي او د قانون منګولو ته يې سپاري.))

د يادونې ده، پکتيا يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د نشه يي توکو کښت په کې صفر دى او له همدې امله هر کال د نشه يي توکو پر وړاند د مبارزې وزارت له خوا د دغه ولايت بزګرانو ته د بديل معيشت امتيازي پيسې ورکول کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.