Language

اردني ديني عالمانو ځانمرګي بريدونه حرام وبلل

اسعداباد (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩١): د اردن هېواد يو شمېر ديني عالمانو کونړ ولايت ته د سفر پر مهال په يوه غونډه کې ځانمرګي بريدونه ناروا عمل وباله.

د اردن هېواد يادو څلورو ديني عالمانو تېره ورځ ناوخته په کونړ ولايت کې په يوه لويه غونډه کې وويل، چې د اسلام په مقدس دين کې ځان وژنه حرامه ده او که هر څوک بل بې ګناه مسلمان ووژني ځاى يې دوزخ دی.

ياد ديني عالمان په داسې حال کې ځانمرګي بريدونه حرام بولي، چې سږ کال د حج د ادا کولو په مراسمو او د عرفات په خطبه کې د سعودي عربستان  مفتي اعظم شېخ عبدالعزيز بن عبدالله هم ځانمرګي بريدونه حرام بللي وو.

د اردن ددغو څلورو تنو ديني عالمانو نظامي يونيفورم پر تن و او پوځي رتبې يې هم پر اوږو وې.  

يوه اردني ديني عالم ثابت بن عامر د سيد جمال الدين افغان د غونډو په تالار کې د غونډې په ترڅ کې وويل، چې د اسلام مقدس دين د تشدد، ظلم او له هر ډول زور زياتي څخه پاک دی او خپلو پيروانو ته د صبر او عدالت امر کوي.

د هغه په وينا، په اسلام کې د خپل ځان او د بل وژنه حرامه ده او نن سبا، چې کوم کسان ځوانان ځانمرګو بريدونو ته هڅوي دا حرام دي.

نوموړي زياته کړه: ((په ښارونو، مدرسو، جوماتونو او په بل هر ځاى کې ماشومان وژل کيږي، تا ته په دين کې کوم دليل دا حق درکړی، چې خلک ووژنه. الله ج فرمايي د قيامت په ورځ به په قاتل پسې مقتولين راپاڅي او پوښتنه به ورنه کوي، چې موږ دې په کوم جرم ووژلو، زه خو بې ګناه ماشوم وم، زه سپين ږيری او کمزروی وم، ولې دې ووژلم؟))

د ثابت بن عامر په خبره، له همدې امله ځانمرګي بريدونه د قران او سنتو پر بنسټ حرام دي، هېڅ جواز نه لري او د الله (ج) په کتاب کې د دې د روا والي لپاره هېڅ دليل نه شي پيدا کيداى.

نوموړي وويل، چې دوى د دې لپاره افغانستان ته راغلي دي، چې په جګړه کې ښکېلو خواوو سره وغږيږي او ټول افغانان سولې، ورورۍ او يووالي ته راوبولي.

د کونړ والي فضل الله وحيدي راغلو علماوو ته وويل، چې د مسلمانانو تر منځ د شخړو د له منځه وړلو لپاره يې ډېر ښه او پر وخت ګام پورته کړی دى، خو ترې ويې غوښتل، چې ګاونډي هېواد پاکستان ته هم لاړشي او هغوى ته هم د سولې او اسلامي ورورۍ پيغام ورسوي.

نوموړي زياته کړه: ((کوم تبليغ چې کوئ، موږ خو ستاسو نه ډېره مننه کوو، زموږ نه مو ملاتړ وکړ، خو لږ دغه بل اسلامي هېواد ته لاړ شئ، ځکه همدا ځانمرګي په پاکستان کې روزل کيږي او دلته راليږل کيږي، د هغوى دغه ډول تبليغ او پوهاوي ته ډېره اړتيا ده.))

د هغه په وينا،اردني عالمانو ورسره ژمنه کړې، چې دوی به د ښځينه عالمانو يوه ډله هم افغانستان ته راولي او دلته به په ښوونځيو او نورو د زده کړو ځايونو کې د ځانمرګو بريدونو د مخنيوي په  اړه تبليغات وکړي.

په غونډه کې د کونړ يوه ديني عالم مولوي ضياالرحمن الله يار وويل، چې ټول خلک د ديني عالمانو خبرو ته په ځير غوږ نيسي او د هغوى په خبرو عمل کوي او د راغلو علماوو خبرې به په هېواد کې د سولې په راوستو او د جګړې په سړېدو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړه: ((ځانمرګي بريدونه د شريعت له مخې حرام دي، موږ چې د دغو علماوو له خولې څه واورېدل، پيغام يې دا و، چې اسلام د يووالي، اخوت او محبت دين دی او اسلام د ښو اخلاقو دين دی.))

د کونړ يو بل ديني عالم مولوي حيات الله برهاني پژواک اژانس ته وويل، چې کونړ او افغانستان ته د دغه ډول علماوو راتګ ډېر ګټور دی.

د يادونې وړ ده، چې هره ورځ په افغانستان کې لسګونه بې ګناه افغانان د سړک د غاړې د ماينونو، هوايي بريدونو او ځانمرګو بريدونو له امله  وژل کيږي او يا هم ټپيان کيږي.