Language

د غزني د بالاحصار تاريخي کلا برج ونړېد

غزني ښار (پژواک ۲ لېندۍ ۹۱): د غزني بالاحصار د تاريخي کلا (قلعه غزنين) له ٣٦ برجونو، څخه يې يو بل هم ونړېد.

د غزني د زاړه ښار اوسېدونکي جمشېد، چي په زاړه ښار کې کور لري، د ليندۍ په ٢ مه پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ماښام د قلعه غزنين يو هغه برج ونړېد، چې څو ورځې وړاندې له سره د يو شرکت له لوري رغول شوی و.

د هغه په وينا، ياد برج پخوا  هم يو ځلې نړيدلی و، چې څو ورځې وړاندې يې د يو شرکت له خوا د بيارغونې چارې بشپړې شوې وې.

د غزني د تاريخي کلا د رغونې په موخه د غزني له بالاحصاره راتاو شوې لرغونې کلا (قلعه غزنين) د بيارغونې په موخه يې د پاکولو لومړنۍ چارې تېر کال د ليندۍ په ٦ مه پيل شوې، چې اوس يې هم کار روان دی.

د يادې تاريخي کلا، چې د لرغونپوهانو په وينا، لرغونتيا يې يوولسمې زېږديزې پېړۍ ته رسېږي، په منځ کې د غزني زوړ ښار، د سرو زرو سر پټی بازار او بالاحصار هم ودان شوي دي.

د زاړه ښار يو بل اوسيدونکى حاجي ګل محمد هم وايي، چې دغه برج له دې امله ونړېد، چې تېر کال يې په ژمي کې د بالا حصار د ټولو برجونو بېخونه وايستل او غوښتل يې، چې له سره يې ورغوي.

د هغه په وينا، په ژمي کې واوره پرې وشوه او اوبه د برجونو لاندينيو برخو ته ننوتې.

نوموړي زياته کړه: ((وېره ده چې ډېر برجونه به ونړيږي، په ژمي کې يې د برجونو بېخونه وايستل او اوبه يې جذب کړې، اوس د ټولو برجونو بېخونه نمناکه دي.))

خو د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس حميدالله سروري بيا پژواک اژانس ته وويل، چې دغه برج نړىدلی نه دى، بلکې دوی پرې کار پيل کړی او برج يې په خپله نړولی دى او غواړي، چې له سره يې ورغوي.

د هغه په وينا، اوس هم په بالاحصار کې د جرمني د اخن پوهنتون له لوري کار روان دى او هلته مسلکي کسان هم په کې شته او له هغوى سره په مشوره يې دا کار کړى دى.

د غزني بالاحصار د قلعه غزنين کلا ټول ۳۶ برجونه لري، چې تېر کال يې هم په ژمي کې د چارواکو د نه پاملرنې له امله دوه برجونه ونړيدل.

د يادونې ده، چې په راتلونکې ٢٠١٣ زېږديز کال کې به غزني د اسلامي هېوادونو د کولتوري پلازمېنې په توګه وپېژندل شي، چې د افغان دولت له خوا په دغه ولايت کې د ځينو تاريخي ځايونو د رغولو چارې له تېرو دوو کلونو راهيسې روانې دي.

Related Topics