Language

خليلي د عاشورا له ماتم کوونکو وغوښتل چې خپله وينه بانک ته ورکړي

کابل ښار (پژواک ٤ لېندۍ ٩١): د ولسمشر دويم مرستيال وايي، چې د عاشورا ماتم کوونکي دې خپله وينه د تويولو پر ځاى د وينې بانکونو ته ورکړي، ترڅو وينې ته د اړو  هېوادوالو ژوند وژغورل شي.

د ولسمشر دويم مرستيال محمد کريم خليلي، هم نن (د لېندۍ ٤ مه) د محرم الحرام مياشتې د لسمې په درناوي خپله ٢٥٠ سي سي وينه د عامې روغتيا وزارت د وينې بانک ته ورکړه.

د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (صلى الله عليه و سلم) لمسى امام حسين او ٧٢ ياران يې پر همدې ورځ (د ٦١ هجري قمري کال د محرم الحرام په لسمه) د عراق په کربلا دښته کې د وخت د حاکم، يزيد له خوا په ډېرې بې رحمۍ شهيدان شول.

د محرم الحرام لسمه (عاشورا) د اسلام د ستر پېغمبر د لمسي او يارانو روح ته د دعا په موخه هر کال د هېواد په مرکز اولايتونو کې لمانځل کېږي.

اهل تشيع مسلمانان دغه ورځ د وير په مراسمو لمانځي، چې تورې جامې يې اغوستې وي او همداراز ځانونه په زنځيرونو او چړو وهي، چې ان پر بدن يې وينې راماتېږي.

د ولسمشر دويم مرستيال چې په خپله هم د شيعه مذهب پيرو دى، له هغو ماتم کوونکو، چې ځانونه په چړو او ځنځيرونو وهي او وينې يې پر ځمکه تويېږي، وغوښتل چې خپله وينه دې د تويولو پر ځاى  د عامې روغتيا وزارت له لارې اړو خلکو ته ډالۍ کړي.

هغه په کابل کې په خپل کور کې تر وينې ورکولو وروسته خبريالانو ته وويل، چې د کربلا د شهيدانو د انساني او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره خپل ځانونه قرباني کړل، نو موږ بايد د هغو قربانيو ته د درناوي لپاره، د خپلو هېوادوالو د ژوند د ژغورلو لپاره خپله وينه ونه سپموو.

خليلي زياته کړه: “د افغانستان له ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه له هغو کسانو چې د عاشورا په ورځو کې ماتم کوي، غوښتنه کوم، د دې پر ځاى چې د ځان په وهلو سره خپله وينه په سرکونو، مسجدونو او تکيه خانو کې تويه کړي، رادې شي خپله وينه دې اهدا کړي، ترڅو د دې ترڅنګ چې خپله وينه له امام حسين سره د مينې په لاره کې خپله ورکوي، خپل يوه هېوادوال ته هم نجات ورکړي.”

خليلي هيله څرګنده کړه، چې د وينې ورکول يواځې په عاشورا پورې تړلې نه وي، بلکې تر عاشورا وروسته هم د وينې داوطلبانه اهدا کول دوام ومومي او په يوه فرهنګ واوړي.

ده زياته کړه: “د هغې ورځې په هيله، چې زموږ د بې وزله، مظلومو، ټپي او ناروغو خلکو اړتياوې، د وينې د اهدا له لارې تامين شي، چې نور د وينې د اخېستلو اړتيا نه وي.”

د عامې روغتيا وزيرې ډاکټرې ثريا دليل هم د عاشورا ورځې په درناوي د عامې روغتيا وزارت د وينې بانک ته ٢٥٠ سي سي وينه ورکړه.

مېرمن دليل تر وينې ورکولو وړاندې چې له خليلي سره يې په ګډه له خبريالانو سره خبرې کولې وويل، چې د عاشورا د ورځې په مناسبت د عامې روغتيا وزارت د ټول هېواد په کچه د وينې د راټولولو لړۍ پيل کړې ده.

دې زياته کړه، چې د هغو کسانو عمرونه چې د ١٨ او ٦٠ کلونو ترمنځ وي او له روغتيا برخمن وي، کولى شي وينه ورکړي.

د هغې په وينا، د روغ انسان لپاره د وينې ورکول کومه ستونزه نه پېښوي، خو د هغو کسانو ژوند ژغوري چې وينې ته اړتيا لري.

د عامې روغتيا وزيرې وويل، چې د سالمو نارينه وو د بدن وينه د درې مياشتو او د ښځو د بدن وينه د څلورو مياشتو په موده کې بېرته پوره کېږي.

دا وايي، چې د عامې روغتيا وزارت غواړي، چې د وينې ورکول په يوه انساني، اسلامي او مدني فرهنګ واوړي او د محرم مياشتې ترڅنګ ټول کال دغه لړۍ دوام ومومي.

هغې د وينې اهدا کول د حضرت امام حسين (رض) څخه په الهام اخيستو، د انسان دوستۍ، سرښندنې او د اسلامي ارزښتونو د ترويج په موخه وبلله.

دليل له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د عامې روغتيا وزارت د وينې بانکونو ته وينه اهدا کړي.

د دليل د معلوماتو له مخې د ټول هېواد په کچه د عامې روغتيا وزارت د وينې په بانکونو کې ٥٠ سلنه وينه، اهدا شوې وينه ده، خو غواړي چې دغه کچه نوره هم لوړه شي.

تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي هم د عامې روغتيا وزارت د وينې بانک ته وينه ورکړې وه.