کابل(پژواک، ٧ ليندۍ ٩١): ولسمشر حامدکرزى وايي، چې افغانستان له شک پرته د پرمختګ پر لور روان دى او د غربي رسنيو تبليغات ، چې ګواکې دغه هېواد له ٢٠١٤ کال وروسته له بحران سره مخ کيږي ، بې بنسټه دي.
په نننۍ غونډه کې د ولسمشر کرزي ترڅنګ د حکومت د اقتصادي سکتور وزيرانو او نورو لوړ پوړو چارواکيو او کورنيو او بهرنيو پانګوالو برخه اخيستې وه.
ولسمشر حامد کرزي، چې نن يې په کابل کې د افغانستان د کورنيو صنعتي توليداتو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې خبرې کولې، وويل چې افغانان بايد د غربي رسنيو تر اغېز لاندې رانه شي اود ٢٠١٤ کال په اړه فکر ونه کړي ، ځکه چې افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو د ثبات او پرمختګ پر لور ځي.
دا په داسې حال کې ده ، چې ځينې غربي رسنۍ داسې راپورونه خپروي، چې ګواکې له ٢٠١٤ کال وروسته به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره افغانستان له بحران سره مخ شي .
خو کرزي وويل، چې د غربي رسنيو تبليغ د خپلو ګټو لپاره دى،ترڅو پر افغانستان د خپلو رسنيو د تبليغاتي فشار له لارې په “امنيتي تړون ” کې خپلې ګتې ډېرې کړي.
کرزي زياته کړه:” ٢٠١٤ کال ددې لپاره زموږ ذهنونو ته راځي، چې غربي رسنۍ يې په اړه تبليغ کوي، لامل يې څرګند دى، موږ له امريکا او د هغوى له نورو ملګرو هېوادونو سره د ګټو د ساتلو په کلکې معاملې کې ښکېل يو، هغوى له افغانستان سره په امنيتي قرارداد کې خپلې ګټې لټوي او موږ خپلې ګټې لټوو.”
ټاکل شوې ،چې افغانستان او امريکا په خپلو کې امنيتي تړون لاسليک کړي. ددې تړون په اړه خبرې د لړم په ٢٥ مه پيل شوې دي .
دغه تړون تر ٢٠١٤ کال وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ امنيتي اړيکې او په افغانستان کې د پاتې کېدونکيو امريکايي سرتېرو شمېر او نور څرنګوالي تنظيموي.
کرزی وويل ، چې غربيان قوي رسنۍ او شنونکې ادارې لري، چې پر مټ يې غواړي پر افغانستان فشار راولي، چې د هغوى ګټو ته غاړه کېږدي.
خو ولسمشر زياتوي، چې افغانستان په خپلو ګټو کلک ولاړ دى.
د کرزي په خبره ، غربيان د افغانستان په اړه دوه ګوني تبليغات کوي.
دده په وينا، يو ځل غربيانو ويل ،چې افغانستان د بحران په لور روان دى ، خو وروسته ” ايشيا فونديش ” وويل يوه سروې يې ښيي، چې افغانستان پر ښه لور روان دى او د افغانستان خلک خپله راتلونکې ښه بولي.
کرزى وايي ،چې دا ټولې ادارې د غربيانو دي، خو افغانانو ته پکار ده، چې پر واقعيتونو ځان پوه کړي.
ده زياته کړه:” موږ بايد په حقيقت پسې وګرځو، حقيقت دا دى چې زموږ هېواد له شک پرته د ښه والي او پرمختګ پر لور روان دى، ٢٠١٤ کال بايد د افغانستان په اړه له خپلو ذهنونو وباسو.”
کرزي په نننۍ غونډه کې له بهرنيو او کورنيو پانګوالو وغوښتل ،چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ولسمشر غونډې ته تر خبرو وړاندې د ملي توليداتو نندارتون پرانېست، چې کورنيو صنعتکارانو پکې په افغانستان کې سلګونه توليد شوي توکي نندارې ته ايښي وو.
په دې نندارتون کې له خوراکي او ودانيزو توکيو او درملوسربېره د برېښنا د توليد هغه ماشين هم نندارې ته اېښودل شوى و ، چې په افغانستان کې جوړ شوى او پر اوبو چلېږي.
ولسمشر د افغانستان کورني توليدات وستايل او ويې ويل چې د ګاونډيو هېوادونو په پرتله له لوړ کيفيت څخه برخمن دي.
دى وايي ،چې د کورنيو توليداتو د پراختيا او ملاتړ لپاره بايد خلک خپل کورني توليدات واخلي.
په افغانستان کې له پانګونې د ملاتړ ادارې (آيسا) مشر وفي الله افتخار په همدې غونډه کې وويل ، چې سږ کال په افغانستان کې پانګونه د تېر کال په پرتله ٢٠ سلنه لوړه شوې ده.
د افتخار په وينا، تېر کال په افغانستان کې ٤٦٨ مېليون امريکايي ډالره او په روان کال کې ٥٥٣ ميليون ډالره پانګونه شوې ده .
ده همداراز وويل ، چې خصوصي سکتور په تېرو لسو کلونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او ايسا په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم د کورنيو توليداتو نندارتونونه جوړ کړي.