لښکرګاه (پژواک ٧ لېندۍ ٩١): د هلمند په مرکز لښکرکاه کې د ښاروالۍ له لوري د يو نيم ميليون ډالرو په لګښت د درېيو پروژو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د لښکرګاه ښاروال محمد فاضل ساپي د لېندۍ په ٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې پروژې د لښکرګاه په بېلابېلو برخو کې پلې کيږي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو پروژو کې ١٧ کيلومتره ويالې،لس کيلومتره سړک او٦٠ پولګوټي شامل دي، چې لګښت يې د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا ورکول کيږي.
د هغه په وينا، د دغو پروژو له ترسره کېدو سره به له ښار څخه د اورښتونو د اوبو د وېستلو ستونزه هواره شي او د سړک او د پولګوټو په جوړيدو سره به هم اړونده ستونزې حل شي.
د ښاروال په خبره، په دغه کار کې به ١٢ سوه بېکاره کسانو ته د کار زمينه برابره شي، چې هر يوه ته يې د کار په بدل کې ٣٠٠ افغانۍ ورځنۍ مزدوري ورکول کيږي.
نوموړي له مرسته کوونکو هېوادنو او مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د ښار په جوړولو او د کارونو په ډېرولو کې زياتې مرستې وکړي.
د ويالو جوړولو په کار کې بوخت يوه کارګر محمدالله پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ډول پروژو ډېر خوښ دى، ځکه ډېر کار يې پرته له ماشينرۍ څخه کيږي او ګټه يې بې روزګاره کسانو ته هم رسيږي.