قلعه نو(پژواک٧ليندۍ٩١): د بادغيس چارواکي وايې،چې په دغه ولايت کې د ماين په چاودنه کې د ملي اردو اتو تنو سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بادغيس امنيه قوماندان شرف الدين شرف دليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددغه ولايت دمقر ولسوالۍ د سنګ اتش په سيمه کې د ملي اردو پر رينجر موټر دسړک دغاړي دماين چاودنه شوي ده.
نوموړي زياته کړه،چې په دغه پيښه کې دملي اردو دوه سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
شرف وايې، چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.
ديادي پيښې مسووليت تردي دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.