غزني ښار (پژواک ۸ لېندۍ ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني ښار د موى مبارک په سيمه کې د درېيمې حوزې يو پوليس په مرموز ډول وژل شوى دى.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت د لېندۍ په ٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د يوه پوليس مړى، چې نعمت الله نوميږي، ور وړل شوى دى.
د هغه په وينا، دغه پوليس د مرميو په وسيله، چې پر د غاړه په برخه او نور بدن يې لګېدلې وې، وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې دغه پوليس لومړى ډېر وهل شوى هم و، لاسونه او پښې يې مات وو.
همت په دې اړه نور معلومات نه درلودل، چې ياد پوليس ولې او د چا له لوري وژل شوى دى.
خو د غزني ښار د موى مبارک سيمې اوسېدونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوى پوليس د خپلې خسرګنۍ کره د خپلې خواښې له لوري وژل شوى دى.
د هغه په وينا، کله چې پوليسو دغه مړى له کوره ايسته، نو خواښي يې په زوره زوره چيغې وهلې، چې دغه ما وواژه.
دغه کس وايي، چې دغې مېرمنې دا هم ويل، چې دغه پوليس هغه او د هغې نورې لورګانې ځورولې او تل به يې اذيت کولې او څو ځلې يې خپله مېرمن هم وهلې ده.
وژل شوى پوليس د غزني د ده يک ولسوالۍ د تاسن سيمې اوسېدونکى دى او د غزني ښار په درېيمه حوزه کې يې دنده ترسره کوله او دوه کوچني زامن هم لري.
خو د دغه پوليس د تره زوى بيا پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه لا روښانه نه ده، چې نعمت الله چا وژلى دى، خو په اړه يې د پوليسو له خوا پلټنې روانې دي.
پژواک هڅه وکړه، چې په تړاو يې د غزني د امنيتي چارواکو نظر هم واخلي، خو هغوى يې په اړه له څه ويلو ډډه کوله.