Language

د چپرهار ولسوالۍ مرستيال ووژل شو

جلال اباد (پژواک ٩ لېندۍ٩١): وسلوالو طالبانو تېره شپه د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ مرستيال په خپل کور کې وژلى دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د لېندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ د عيدياخېل په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو د ولسوالۍ مرستيال انصارالله باچا وژلى او بيا له سيمې تښتېدلي دي.

د الفت په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، وسلوال طالبان د شپې يوولس نيمې بجې د انصارالله باچا کور ته ورغلي او هغه يې وژلى دى.

د نوموړي په وينا، انصارالله د ولسوالۍ مرستيال او ا جرائيه مدير و.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د انصار الله باچا د وژنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د يادونې ده، چې وسلوالو طالبانو د روان لمريز کال د غبرګولي په ٣٠مه د چپرهار ولسوالۍ پخوانى مرستيال او اجرائيه مدير احمدخان او مالي مدير عطاء الله سندان هم وژلي وو.