مزارشريف (پژواک ٩ لېندۍ ٩١): نړيوال سوله ساتى ځواک (ايساف) وايي، چې په افغانستان کې د وسلوالو مخالفانو په عملياتو کې ٢٠ سلنه کموالى راغلى دى.
دغه څرګندونې د ايساف وياند، ګونټر کتز (Gunter Katz) پرون له غرمې وروسته د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې د دولت مخالفين کمزوري شوي او په عملياتو کې يې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه کموالى راغلی دی.
نوموړي د تېر کال او سږ کال د پېښو احصايه وړاندې نه کړه، خو زياته يې کړه، چې د هېواد ډېرې نا امنه سيمې له امنيت څخه برخمنې او د تاوتريخوالي پېښې په کې کمې شوې دي.
کتز زياته کړه: “د بېلګې په ډول، د کندهار د مرکز اړوند سيمې يادوم، په دې ولسوالۍ کې، چې د هېواد خورا ناامنه سيمه بلل کېږي، امنيتي پېښې په کې ۶۳ سلنه کمې شوې دي.”
همدارنګه، د ايساف وياند د امنيت د لېږد پروسه بريالۍ وبلله او د افغان ځواکونو پرمختګ ته يې اشاره وکړه.
کتز وويل، چې د امنيت د لېږد پروسه تر دې مهاله بريالۍ ترسره شوې او د هېواد د ۷۶ سلنې خاورې امنيتي واک افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د پاتې خاورې د امنيت د واک په سپارنه کې د ولسمشر کرزي فرمان ته په تمه دي.
د ايساف وياند، افغان ځواکونه د پرمختګ پر لور وبلل او ويې ويل، چې تېر اوړی ۵۰ سلنه ګډ عمليات د افغان ځواکونو له خوا پلان او رهبري کېدل؛ خو اوس دغه رقم ۸۰ سلنې ته لوړ شوی دی.
نوموړي همداراز د سولې له پروسې ملاتړ او له افغان ځواکونو سره د دوامداره مرستو ژمنه وکړه.