هرات (پژواک ١٥ ليندۍ ٩١): د هرات ښاروال د دې ولايت پر والي تور پورې کړ چې له ده سره يې د اختلاف له امله د ۴۰ کيلومتره سړک د پخولو چارې ځنډولې دي، خو د والي وياند دغه څرګندونې بې بنسټه وبللې.
د هرات ښاروال محمد سليم ترکي، نن په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې د ۴۰ کيلومتره ښاري سړک د هرات ښار په ټولو ناحيو پورې اړه لرله، چې پيسې يې د روان کال په پيل کې منظورې شوې وې.
ده زياته کړه، پتېيل شوې وه، چې د دې پروژې له لارې ښاري سړکونه، پولګوټي او پلي لارې په
پاخه او اساسي ډول ورغول شي.
ښاروال وايي، په لومړيو کې والي له دې پروژې سره هوکړه کړې وه، خو پر سړک د قيراچولو د عملي چارو پر مهال يې له اړونده ساختماني شرکت سره د تړون سند له لاسليکولو څخه ډډه وکړه.
خو د هرات د والي وياند محى الدين نوري، د ښاروال نيوکه بې بنسټه وبلله.
هغه زياته کړه، دوى د هرات ښار د بيارغونې پلويان دي، خو د سړک پخولو د يادې شوې پروژې چارې د قانون خلاف وې.
دى وايي: ((وړاندې له دې چې د يادې پروژې سند والي ته راشي، عملي چارې يې له مخکې پيل شوې وي؛ د کار له پيله وروسته سند د لاسليک لپاره والي ته راغى، چې دا د قانون خلاف کار دى.))
نوري له ښاروال سره د والي هر ډول شخصي اختلاف رد کړ او زياته يې کړه، چې د پروژو د ځنډ بنسټيز لامل د ښاروال له خوا د چارو غير قانوني کړنې دي.