بروکسل ( پژواک ۱۵ لیندۍ ۹۱ ) : د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې دافغانستان حکومت داداري فساد پر ضد یو لړ اقدامات کړي دي او په دې برخه کې کلکې مبارزې ته ژمن دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي دغه څرګندونې نن دلیندۍ په ۱۵مه، په بروکسل کې دناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دغونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وکړې.
نوموړي دا څرګندونې د شفافیت د نړیوال سازمان ( ټرانسپرنسي انټرنیشنل) د هغه راپور په غبرګون کې وکړې چې افغانستان یې د نړۍ لومړی فاسد هیواد اعلان کړ.
هغه زیاته کړه چې دافغانستان حکومت دا راپور ترا وسه نه دی مطالعه کړې او تر څیړنې وروسته به یې په اړه خپل غوڅ دریځ اعلان کړي.
خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند موسی زی وایي چې داداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې حکومت ډیر اقدامات کړي دي او ولسمشر په دې برخه کې ځانګړی کمیسیون ټاکلی دی.
هغه ومنل چې په افغانستان کې ستونزې شته او اداري فساد هم له یو دغو ستونزو څخه دی، خو زیاته یې کړه، چې اداري فساد په ډیرو هغو پیسو او مرستو کې رامنځته کیږي چې د نړیوالې ټولنې لخوا لګول کیږي.
ده زیاته کړه : (( ۸۰ سلنه مرستې او پروژې دبهرنیانو لخوا پخپله تطبیقیږي، موږ ټول په دې کار کې ملامته یو، باید ددې پر ضد ګډه مبارزه وکړو.))
بلخوا د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرډاکتر زلمي رسول سره یې نن داداري فساد په اړه خبرې کړي دي او هغه ژمنه ورکړه چې حکومت یې په دې برخه کې کلکه مبارزه کوي.
نوموړي زیاته کړه چې اداري فساد نه یواځې دیوه هیواد اقتصاد زیانمنوي بلکې نورې ستونزې هم راولاړوي.
راسموسن ددې پوښتنې په ځواب کې چې ناټو په دې برخه کې څه رول لوبولی شي ، وویل : (( موږ په افغانستان کې دامنیت ښه کولو لپاره ورغلي یو څو دغه هیواد بیا دترهګرو ځاله ونه ګرځي. ))
د هغه په وینا، د ا د ناټو دنده نه ده،چې اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن