Language

چاريکار( پژواک ١٩قوس٩١):د پروان په مرکز  کې پر زرو بېځايه شويو او اړو کورنيو د ژمنيو مرستو  وېش نن پيل شو.

د پروان د کډوالو چارو رييس اغا شېرين پژواک خبري اژانس ته وويل،چې له يادو کورنيو څخه ٤٠٠ يې بېځايه شوې کورنۍاو ٦٠٠ نورې يې سېلاب ځپلې او اړې کورنۍ دي.

دى وايي، چې د مرستو په يادو توکيو کې ٥٠ کيلوګرامه غنم، ١٥ کيلو غوړي، درې کڅوړې مالګه ، دوه ترپالونه ، يوه کمپله او د سېټ د پخلنځي وسايل شامل دي .

هغه زياته کړه ، چې د مرستې دغه توکي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنري او د خوړو نړيوال سازمان په مرسته برابر شوي دي .

ده وويل، چې دغه توکي  نن په ٢٥٠ کورنيو ووېشل شول او په پنځو ورځو کې به په ټولو زرو کورنيو  ووېشل شي.

دى وايي، چې يادې زر کورنۍ د يوه کمېسيون لخوا د مرستو وړ پېژندل شوې دي .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادې بېځايه شوې کورنۍ له لغمان ، نورستان او ځينو نورو ولايتونو څخه د ناامنيو له امله د پروان مرکز ته راغلي دي .

د لغمان ولايت اوسېدونکي ٣٥ کلن غلام دستګير، چې د ناامنيو له امله چاريکارو ته له خپلې کورنۍ سره راغلى ،يو له هغو کسانو دى ، چې نن يې د مرستې ياد توکي  تر لاسه کړي دي .

دى له يادې مرستې خوښ دى او له مرستندويه موسسو غواړي، چې دده په څېر له بېځايه شويو کورنيو سره ډېرې مرستې وکړي.

Related Topics