جلال اباد (پژواک ٢١ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ديوه طالب قوماندان په ګډون نهه وسلوال نيول شوي او درې وسلوال وژل شوي دي.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د لېندۍ په ٢١ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د اووم باز په نوم عمليات پيل کړي دي.
د هغه په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو يو مشهور قوماندان مولوي عبدالرحمن نيول شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې عمليات اوس هم ادامه لري او د دوى ځواکونو او ملکي وګړو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
هاتفي زياته کړه، چې دغه راز د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې يې پرون تر ناوخته عمليات کړي، چې دوه وسلوال په کې وژل شوي او اته نور يې ژوندي نيولي دي.
د ده په خبره، په دواړو ځايونو کې عمليات د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو له خوا په ګډه ترسره کيږي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د خوګياڼو په وزيرو سيمه کې د ولسوال په ګډون يو شمير پوليس، چې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين يې پرمخ بيوه، د وسلوالو تر بريد لاندې راغلل، چې د نښتې په پايله کې پنځه وسلوال ووژل شول او څلور ټپيان شول.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن