Language

غزني کې ګاز درې ښځې مړې کړې

غزني ښار (پژواک ٢١ لېندۍ ٩١): د سيمې خلک وايي، چې د غزني په جغتو ولسوالۍ کې درې ښځې ګاز نيولې او مړې شوې دي.

د جغتو ولسوالۍ د يوسف کلي يوه اوسېدونکي محمدحسين د لېندۍ په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دغه کلي په يوه کور کې دوه پېغلې نجونې او يوه بوډۍ ښځه د ګاز نيونې له امله مړې شوې دي.

د هغه په وينا، يادو ښځو د شپې مهال ځان ته ګازي بخارۍ لګولې وه، چې له امله يې دغه پېښه رامنځته شوه.

د دې کورنۍ يوه غړي محمدعلي پژواک اژانس ته وويل، سهار چې کله دوى خونې ته ورغلل، يادې نجوني او د کور يوه بله مېرمن يې مړې شوې وې.

دولتي چارواکي په دې اړه تر اوسه ناخبري ښيي.

د يادونې ده، تېر کال هم د هېواد په ځينو سيمو کې د ژمي پر مهال دې ورته پېښې رامنځته شوې وې، چې لامل يې له ګاز څخه ناسمه ګټه اخيستنه په ګوته شوې وه.

پېښو ته د رسېدو او اطفايې رييس پاسوال عبدالفتاح فروغ ويلي وو، چې تېر کال د ګاز نيولو او ګازډبو د چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢٨ تنه مړه شوي دي.

Related Topics