Language

سيد خېل: د شمال زون  سرحدي پوليس د تجهيزاتو له ستونزو سره مخ دي

مزار شريف (پژواک ٢٣ لېندۍ ٩١): د شمال زون د سرحدي پوليسو مسوولين وايي، چې ۹۹ سلنه پرسونل يې په مسلكي زده كړو سمبال شوى؛ خو لا هم د تجهيزاتو په برخه كې له ستونزو سره مخ دي.

د شمال زون د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال سيد حبيب سيد خېل د ليندۍ په ۲۳مه، په مزارشريف كې د لسګونو سرحدي پوليسو د مسلكي زده كړو د فراغت د غونډې په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد شمالي پولو د ساتنې وس لري.

نوموړي زياته كړه،چې له مسلكي زده كړو څخه د يادو فارغ شويو سرتېرو په ګډون د دوى ۹۹ سلنه پوليس په مسلكي زده كړو سمبال شول.

خو سيد خېل د سرحدي پوليسو د تجهيزاتو د نيمګړتياوو په برخه كې اندېښنه وښوده؛ ويې ويل، چې لا هم دوى د ثقيله  وسلو په برخه كې پر تجهيزاتو سمبالتيا ته اړتيا لري.

نوموړي زياته كړه، چې د ۷۰ سلنه پر تجهيزاتو سمبال دي، خو د ثقيله وسلو په برخه كې ۳۰ سلنه د دوى تجهيزات نيمګړي دي.

خو د شمال زون د سرحدي پوليسو قوماندان بيا هم ټينګار كاوه، چى دوى په پوره توګه د شمالي پولو د ساتنې وړتيا لري.

د هغه په وينا، دم ګړۍ هم د ټولو شمالي پولو د ساتنې چارې افغان ځواكونه په يواځې مټ تر سره كوي او هيله يې څرګنده كړه، چې د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به هم دوى د خپل هېواد پولې په سمه توګه وساتلى شي.

جنرال سيدخېل د فارغ شويو سرتېرو په اړه وويل، چې نن د درې ښځينه سرتېرو په ګډون ۴۳ سرتېري د پولو د ساتنې په برخه كې له مسلكي زده كړو فارغ شول.

نوموړي زياته كړه، چې يادو سرتېرو له الماني پوليسو څخه شپږ اونۍ زده كړې تر لاسه كړې.

سيد احمد، چې له تېرو شپږو مياشتو يې د هېواد په شمال كې د سرحدي پوليسو ليكو ته لار پيدا كړې، په خپله دنده خوښ دى.

نوموړي پژواك اژانس ته وويل، چې د شپږو اونيو د درس په ترڅ كې يې د چك پاينټونو او د پولو د ساتنې په برخه كې مسلكي زده كړې وكړې، چې دوى ورته په پوره توګه اړتيا لرله.

Related Topics