هرات ښار (پژواک ٢٣ لېندۍ ٩١): د هرات والي وايي، چې په دغه ولايت کې د کوکنارو کښت صفر دى، خو يو شمېر کړۍ غواړي، چې له همدې لارې د هرات نوم بد کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې (UNODC) يا د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د مخنيوي ادارې د ۲۰۱۲ کال په راپور کې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله سږ د کوکنارو په کښت کې د ١٨ سلنې ډېروالي خبره کړې وه او په هرات ولايت کې يې پر يو زر هکتاره ځمکه د کوکنارو دکښت په اړه ويلي وو.
د هرات والي ډاکټر داوود شاه صبا د لېندۍ په ٢٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد راپور کاپي دوى ته رسېدلې او هېڅ واقعيت نه لري.
د هغه په وينا، د (UNODC) دفتر مامورينو ورته ويلي، چې دغه راپور يې له سپوږمکۍ څخه د اخيستل شويو انځورونو پر بنسټ چمتو کړى دى.
نوموړي زياته کړه، چې د هرات په هېڅ يوه ولسوالۍ کې دا مهال کوکنار نه دي کرل شوي او د روان کال په سر کې يې په شينډنډ، رباط سنګي، کشک کهنه، ادرسکن او غوريانو ولسواليو کې ټول کوکنار واړول.
والي وويل، چې اوس يې ولايت د کوکنارو له کښت څخه پاک دى او ټولو ولسوالانو ته يې امر کړئ، چې څوک د کوکنارو کښت او پاللو ته پرېنږدي.