محمود راقي(پژواک ٢٣ ليندۍ ٩١): په کاپيسا کې د ١٤٠ کيلومتره فرعي سړک او شاوخوا ٢٢ کيلو متره اوبخور کانال پاکولو کار بشپړ او د دې پروژې په کارکوونکو د ٧٦ ټنه خوراکي توکو د ويشلو لړۍ پيل شوه.
د کاپيسا د کليو او پراختيا رييس هيات الله فرهنګ وايي، چې ياد شوى کانال او سړک د دې ولايت په بيلابيلو سيمو کې د ٢٢١٤ تنو له خوا پاک او رغول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې،د دې پروژې کارکوونکو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي، چې د نړيوال خوراکي پروګرام له خوا برابر شوي، ويشل کيږي.
د هغه په وينا، نن د خوراکي توکو د ويش لړۍ پيل او تر راتلونکو څلورو ورځو به دوام وکړي.
د خلکو دپرمختيايي شورا رييس محمد ملنګ وويل، چې د کار په بدل کې يې هر يوه کارکوونکي ته ٥٠ کيلو ګرامه غنم، څلور کيلو غوړي، ٦ کيلو دال او نيمه کيلو ګرامه مالګه ورکوي.
د کاپيسا مرکز اړونده د ريګ روان سيمې اوسېدونکى او کارکوونکى ٤٠ کلن سيد اغا، چې له يادو توکو برخمن شوى و، د پژواک خبري اژانس ته وويل:(( په دې ډير خوشحاله يم، چې هم مو سرک جوړ شو او هم مې خوراکي توکي تر لاسه کړل.))
هغه د ياد ولايت د دوه کيلومتره سړک په جوړولو کې، چې له بابا علي عمومي واټ څخه تر مرکز قاضي خيلو پورې دوام درلود، کار کړى.