مزارشريف (پژواک ٢٥ لېندۍ ٩١): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په مركز مزارشريف ښار كې يې د درېيو ځانمرګو بريدونو مخنيوى وكړ.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس د لېندۍ په ۲۵مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې نن يې په چاربولك ولسوالۍ كې د ځانمرګي بريد درې واسكټونه او يو ماين كشف او شنډ كړل.
نوموړي زياته كړه، چې دغه واسكټونه د چاربولك ولسوالۍ په سوريانو كلي كې په يوه كنډواله كې تر خاورو لاندې ځاى پر ځاى شوي وو.
د هغه په وينا، ياد واسكټونه د سيمه ييزو پوليسو په مرسته كشف او شنډ كړاى شول.
مل پاسوال احساس وويل، چې د واسكټونو په تړاو يې لا څوك نه دي نيولي؛ خو د پېښې د سمې څېړنې لپاره يې هڅې پيل كړې دي.
نوموړي زياته، دوى له مخكې نه كشفي معلومات لرل، چې د ښمن په مزارشريف كې د درېيو ځانمرګو بريدونو پر پلان اخته دى.
د هغه په وينا، دوى خپلې كشفي هڅې ګړندۍ كړې او د سيمه ييزو پوليسو او د عامو خلكو د ملاتړ په نتيجه كې د درېيو واړو ځانمرګو بريدونو پر مخنيوي وتوانېدل.
د سيمې اوسېدونكي هم د پوليسو له خوا د درېيو واسكټونو د کشف او شنډېدو په اړه معلومات لري.
د سوريانو كلي اوسېدونكي جان عالم پژواك اژانس ته وويل، چې له څو ورځو په سيمه كې ځيني مشكوك كسان ليدل شوي وو.
نوموړي زياته كړه، دوى نن وليدل، چې د كلي له اوسېدو لرې په خرابه ځاى كې پوليسو درې واسكټونه كشف او شنډ کړل.
د هغه په وينا، كه چېرې پوليس همداسې ويښ و اوسي؛ نو د عامو خلكو اعتبار پرې زيات او ملاتړ به يې وکړي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن