Language

کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ٩١): د افغانستان او پولينډ د بهرنيو چارو وزيرانو په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول د ليندۍ په ٢٥مه، د هوکړه ليک تر لاسليکولو وروسته د پولينډ د بهرنيو چارو له وزير رادسلاو شيکوروسکي سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې نوى هوکړه ليک به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پراختيا لامل شي.

زلمى رسول زياته کړه چې دغه هوکړه په سياسي، اقتصادي، فرهنګي او علمي برخو کې د پراخو همکاريو درلودونکې ده.

نوموړي په افغانستان کې  د امنيت د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پولينډ هڅې وستايلې او ويې ويل چې افغانستان به د پولينډ مرستې هېرې نه کړي.

پولينډ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې ٢٦٠٠ سرتيري لري چې ډېر يې په غزني کې مېشت دي او تر اوسه يې په افغانستان کې ٢٢ تنه  وژل شوي دي .

د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول وايي چې د افغانستان او پولينډ ٨٤ کلنې رسمي اړيکې تل د نېک نيت، همکاريو، باور او متقابل احترام بربنسټ ولاړې وې  او په دې وروستيو لسو کلونو کې نورې هم پياوړي شوي دي.

هغه همداراز زياته کړه چې د پولينډ د بهرنيو چارو له وزير سره يې په افغانستان کې د پولنډي پانګوالو پر پانګونې خبرې کړې دي.

زلمى رسول له پولينډ څخه وغوښتل چې د افغان ځواکونو په روزنه او تجهيز کې اړينې مرستې وکړي.

نوموړي وويل چې د پولينډ د بهرنيو چارو وزير به د افغانستان د سفيرانو او جنرال قونسلانو د  ناستې  ځانګړى او مېمله ويناوال وي.

دغه پنځه ورځنى ناسته نن په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي لخوا پرانستل شوه.  

د پولينډ د بهرنيو چارو وزير په دې خبري ناسته کې  د همکاريو د هوکړه ليک پر لاسليک خوښي وښوده او ويې ويل چې دا به د افغانستان او پولنډ رسمي اړيکې وغځوي.

د هغه په وينا، د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي اړيکې په ١٩٢٠ کال کې هغه مهال چې په افغانستان کې د غازي امان الله خان واکمني وه رامنځته شوه.

شيکوروسکي وويل چې هېواد به يې له افغانستان څخه خپل سرتېري له ټاکلې  نېټې سره سم وباسي خو د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ به دوام ورکړي.

دى وايي، چې هېواد به يې له ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره  د پوهنې او پراختيايي چارو په برخه کې مرستې وکړي.

هغه افغانانو ته ډاډ ورکړل چې هېواد به يې افغانستان يواځې پرې نږدي.