Language

په بهسودو کې ديوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

  جلال اباد (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩١ ): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې  د ميرزا کلا ښوونځي  د ودانۍ له  جوړېدو سره د دوه زره  زده کوونکو د ځاى ستونزه هواره شوه .

 د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده ودانۍ، چې په دوه پوړو کې په پاخه ډول جوړه شوې شپاړلس درسي او اته اداري خونې، دوه تشنابونه، ميزونه، څوکۍ او نور اړين ملحقات لري.

 نوموړى زياتوي، چې دغه ودانۍ د چاپان د جايکا موسسې په همکارۍ د ٢٨٠زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې د دوه زره هلکانو او نجونو زده کوونکو د ځاى د نشتوالي ستونزه يې هواره کړه.

 د سيمې اوسېدونکي صالح محمد پژواک ته د دغې ودانۍ په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه ، چې پخوا يې ماشومانو په ښوونځي کې د تدريس ځاى ستونزه لرله، مګر د دغې ودانۍ په جوړېدو سره يې هغه ستونزه له منځه لاړه.

  د يادونې ده، چې د روان کال په اوږدو کې له جلال اباد سربېره په يو شمير نورو لرو پرتو ولسواليوکې  تر شلو د زياتو ښوونځيو ودانې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.  

Related Topics