جلال اباد (پژواک ٢٨ لېندۍ ٩١): په ننګرهار ولايت کې د فلم يو لوبغاړى (هيرو) او ډايريکټر ظاهر ارماني د ناپېژانده وسلوالو له خوا وژل شوى دى.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست د افغان فلم مسوول محمدشاه مجروح د لېندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ارماني دوه ورځې مخکې د جلال اباد ښار له انګور باغ سيمې څخه تښتول شوى و.
نوموړي زياته کړه، چې د هغه مړى تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ اړوند په يوه سيمه کې موندل شوى دى.
مجروح د دې پېښې د غندنې ترڅنګ له حکومته وغوښتل، چې د فلمي لوبغاړو او کارکوونکو امنيت خوندي کړي.
د بهسودو ولسوال نعمت الله نورزي پژواک اژانس ته وويل، چې د ارماني مړى پوليسو تېره شپه د ولسوالۍ اړوند په لسمه وياله کې هوايي ډګر ته نږدې موندلى و.
د هغه په وينا، نوموړى د چاقو په وسيله وژل شوى او د پېښې په اړه پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې د ظاهر ارماني جسد په روغتون کې دى او وروسته به يې کورنۍ ته وسپاري.
د افغان فلم مسوول محمدشاه مجروح وايي، چې ارماني د فلم يو پياوړى لوبغاړى و او تر ٢٠ زياتو په افغاني فلمونو کې يې کار کړى دى.
د هغه په وينا، ارماني د دې ترڅنګ يو ښه کمره مين او د فلمونو ډايريکټر هم و.