Language

په جلال اباد کې د اداري فساد دمخنيوي په موخه د ځغاستې سيالي ترسره  شوه

جلال اباد(پژواک دمرغومي لومړۍ نېټه ٩١): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ” د فساد پر وړاندې د مبارزې  ” تر  شعار لاندې د ٤٠٠ ځوانانو په ګډون د ځغاستې سيالي ترسره  شوه .

دغه سيالي په ننګرهار کې “د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د افغاني شبکې” په نوښت  نن له غرمې مخکې په جلال اباد کې له قول اردو څخه د شېرزي تر لوبغالي  د پنځه کيلومتره واټن په وهلو سره تر سره شوه .

د يادې شبکې د عامه اړيکو مسوول شکرالله مشکور د معلوماتو له مخې، په شل دقيقو د ځغاستې په دې سياليو کې  فواد لومړى، حامد دويم  او امېد درېيم ځاى خپل کړ.

يادو دريېو واړو ته يو، يو مډال او د ګرځنده ټېلېفونونو سېټونو ورکړل شول .

 د سيالۍ د ګډونوالو سپينې جامې  پر تن وې او پرې ليکلي و” د اداري فساد د مخينوي لپاره ځغاسته”

هغوى ويل ، چې د فساد پر وړاندې مبارزه کوي او نور فساد نه غواړي.

دې سياليو ته د والي ګل اغا شيرزي په ګډون ولايتي چارواکي هم ورغلي وو او ځينو ته يې د سياليو د تنظيم کوونکيو لخوا ډالې هم ورکړل شوې.