کابل ( پژواک د مرغومي لومړى ٩١ ) : وسلوال طالبان وايي چې دسولې لپاره د جنګ پر ځاى خبرې اترې وشي خو پر افغان حکومت تور پورې کوي چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
دغه څرګندونې د وسلوالو طالبانو استازي د فرانسې په پاريس غونډه کې کړې چې وړمه ورڅ پيل او نن پاى ته رسيدلې وه.
دا غونډه چې د پاريس په شانټيلي (Chantilly) ښار کې د فرانسې د ستراتيژيکو څيړنو دادارې لخوا جوړه شوې وه، پکې دسولې دعالي شورا، ملي ايتلاف، حزب اسلامي او طالبانو استازو برخه اخيستې وه.
د طالب وياند ذبيح ا لله مجاهد لخوا د مرغومي په لومړۍ نيټه پژواک خبري اژانس ته په يوه راليږل شوې خبرپاڼه راغلي دي چې په دې غونډه کې ددوي له لوري دسياسي دفتر غړو هر يو مولوي شهاب الدين دلاور او دکتور محمد نعيم برخه اخيستې وه او په ليکلي ډول يې خپل دريځ وړاندې کړ.
مجاهد په دغه خبرپاڼه کې ددوى داستازي ليکلى دريځ هم استولى چې پکې دسولې، د ٢٠١٤ کال ټولټاکنو، په هيواد کې د بهرنيوځواکونو دشتون، اسلامي نظام او د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د سياسي قدرت د توازن په اړه څرګندونې شوې دي.
د طالبانو استازي د فرانسې د ياد مرکز نوموړي مرکز څخه مننه کړې د بشري خواخوږۍ د احساس له مخې يې عملي ګام پورته کړی او طالبانو ته يې د خپل نظر د څرګندولو زمينه برابره کړه.
طالبانو په راتلونکي حکومت کې د قدرت د توازن يا په حکومت کې د افغاني ټولو اړخونو د اشتراک په اړه تر ټولو مخکې دنوي اساسي قانون د جوړولو وړانديز کړي دي.
دوى زياته کړې : (( اساسي قانون د هر هيواد لپاره مبرم ضرورت دی، ځکه چې له هغه پرته د ولس او هيواد د پرمختګ چارې له ګڼو ستونزو او ګډوډيو سره مخامخ کيږي، موږ داسې اساسي قانون ضرور بولو چې د اسلام د مبارک دين د اصولو، ملي ګټو، تاريخي وياړونو او ټولنيز عدالت پر بنسټ ولاړ وي ، انساني کرامت، ملي ارزښتونو او بشري حقوقو ته ژمن وي، دهېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ټولو هېوادوالو د ټولو حقوقو ضمانت وکړای شي، او هیڅ داسې ماده يا بند به ځای پکې نه وي چې داسلامي اصولو، ملي ګټو او افغاني عنعناتو پر ضد وي .))
د طالبانو استازي ويلي چې ددغه ډول اساسي قانون له برکته به په راتلونکي حکومت کې دسياسي قدرت د توازن او په حکومت کي د ټولو افغاني اړخونو د اشتراک لپاره زمينه برابره شي.
د طالبانو استازي د ٢٠١٤ کال دولسمشريزو ټولټاکنو سره مخالفت ښودلى او زياته کړې چې دا به هم د تيرو ټاکنو په څير له درغليو ډک وي او بله دا چې دا پروسه د بهرنيانو د شتون پر مهال په لاره اچول شوې ده.
طالبانو د هيواد پر خپلواکۍ او ملي حاکميت ټينګار کړى او زياته کړې چې د هیواد خپلواکي اساسي شرط دی.
د سولې په اړه طالبانو ويلي چې دا دټولو هدف دي او طالبانو سولې لپاره ډيرې قربانۍ ورکړي او دطالبانو رامنځته کيدل هم دسولې لپاره وو.
د فرانسې په غونډه کې د طالبانو استازي ادعا کړې چې بهرنيان په افغانستان کې دسولې لپاره واضحه تګلاره نه لري.
دوى زياته کړې : (( د کابل اداره هم د ځينو اقداماتو له مخې سولې ته ژمنه نه ښکاري، ځکه خود سولې لپاره کومه واضحه تګلاره نه لري، له یوې خوا د سولې نعرې وهي او له بلې خوا بيا هره ورځ ګڼ شمير طالبان وژني ، زنداني کوي او يا يې هم اعداموي.))
ددوى په وينا، دافغان حکومت دسولې په برخه مبهم برخود د سولې په لاره کې ګټور نه شي تماميداى.
د طالبانو استازي ويلي چې افغان حکومت د سولې په نامه د طالبانو تسليمي غواړي.
دوى زياته کړې چې دسولې په وړاندې د حکومت او بهرنيانو مغرضانه تبليغات هم دغه پروسه زيانمنوي.
د طالبانو استازي د سولې لپاره ځينې وړانديزونه کړي دي.
دوي ويلي چې د واقعي سولې لپاره باید دولس ارادې ته غاړه کېښودل شي، په لومړي قدم کې بايد بهرنيان ووځي ، د بهرنيانو تر وتلو وروسته اسلامي نظام نافذ شي، د سولې لپاره صداقت او روغ نيت ته اړتيا ده، بايد د شخصي ګټو پر ځای عام مصلحتونه او ملي ګټې مقدمی وګڼل شي .
طالبانو ويلي چې د افغان حکومت ځينې اقدامات دسولې پروسه متضرر کوي، دبيلګې په توګه يې په قطر کې دطالبانو ددفتر د پرانستلو په غبرګون د سفير راغوښتل يې ياد کړي دي.
دسولې او روغې جوړې د اصولو له مخې دسولې په پروسه کې باید داسې عناصر وکارول شي چې هغوى دسولي په تقدس باور ولري په هیواد کې دمخلصو مصلحینو په نوم شهرت ولري ، دسولې تأمین ته دافغانانو دیوه اساسي ضرورت په سترګه وګوري نه دبهرنیانو له لوري دیوه فرمایشي دستور په توګه .
د سولې لپاره بايد عملا د جنګ پر ځای خبرو ته ترجيح ور کړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP