مزارشريف (پژواک ٣ مرغومى ٩١): په سرپل ولايت کې يو سيمه ييز پوليس د خپلې مېرمنې او اوښي د وژنې په تور نيول شوى او بلخوا د ناپېژانده وسلوالو په بريد کې يو پخوانى جهادي قوماندان ټپي شو.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج د مرغومي په ٣مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د صياد ولسوالۍ په قره خوال كلي د عزت الله په نوم سيمه ييز پوليس خپله مېرمن او اوښى وژلي دي.
نوموړي زياته كړه، چې عزت الله د كورنيو شخصي ستونزو له امله د كلاشينكوف پر ډزو لومړۍ خپله مېرمن وژلې، كله چې يې اوښي د خلاصون هڅه كړې، نو هغه يې هم وژلى دى.
د هغه په وينا، دمګړى عزت الله د پوليسو په ولكه كې دى او يو ميل كلاشينكوف هم ترې ترلاسه شوى دى.
تاج وويل، چې د وژل شوې مېرمنې پلار عبدالمومن په دې اړه عريضه ورته کړې وه او له همدې امله يې هغه نيولى دى.
نوموړي زياته كړه، چې د دوى لومړنيو څېړنو ښودلې، چې عزت د كورنيو ستونزو له امله دغه جرم كړى دى.
د وژل شوې مېرمنې پلار عبدالمومن پژواك اژانس ته وويل، چې بېګا نيمه شپه د خلكو له لوري خبر شول، چې زوم يې د ده لور او زوى وژلي دي.
نوموړي زياته كړه، چې دى لا هم په دې فكر كې دى، چې ولې يې زوم دغه كار وكړ.
عبدالمومن له دولت څخه د خپلې لور او زوى د قاتل د محاكمه كولو غوښتنه وكړه.
مل پاسوال تاج وويل، چې د پېښې په تړاو دوه وروڼه امان الله او سيدالله هم په ياده وژنه كې د همكارۍ په تور نيول شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې له دې مخكې هم يو سيمه ييز پوليس پر يوه ماشوم د جنسي تېري له هڅې وروسته د وسلوالو طالبانو ليكو ته ورغلى و، چې د امنيتي پوليسو په ځانګړو عملياتو كې ووژل شو.
د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په سنچارك ولسوالۍ كې ناپېژانده وسلوالو پر يوه پخواني جهادي قوماندان بريد كړى دى.
امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج وايي، چې قوماندان حاجي رحيم او د هغه يو ساتونكى په بازار باشي كلي كې د ناپېژانده وسلوالو په بريد كې ټپي شول.
نوموړي زياته كړه، نن سهار ۹ بجې، په داسې حال كې چې حاجي رحيم له خپلو ساتونكو سره په موټر کې خپلو ځمكو ته روان و، وسلوالو پرې بريد وکړ.
د هغه په وينا، چې په دې پېښه کې قوماندان رحيم او ساتونکى يې برسېرن ټپيان شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
نوموړي زياته کړه، چې دغه بريد د درېيو تنو موټرسايکل سپرو له خوا شوى او پوليس يې د نيولو په لټه کې دي.
قوماندان رحيم د جمعيت اسلامي ګوند غړى دى، هغه په تېرو پارلماني ټاکنو کې ځان هم کانديد کړى و، خو بريالى نه شو.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.