Language

د ننګرهار ښاروال يوتن دوه ساعته په تشناب کې بندي کړ

جلال اباد( پژواک ٣ مرغومى ٩١ ) : د شمس الحق په نامه د جلال اباد ښار يو تن اوسېدونکى وايي، چې ښاروال پخپلو ساتونکى وهلى ډبولى او بيا يې تر دوو ساعتونو پورې په تشناب کې بندي کړى و.

شمس الحق ، چې د سره رود ولسوالۍ دو سرکې ته څېرمه سړک ته نږدې په خپله شخصي ځمکه کې لس دوکانونه لري ، وايي چې پر دوکانونو يې د سړک نقشه راغلې ده.

هغه د مرغومي په ٣مه، د ښاروالۍ په ودانۍ کې په تشناب کې تر دوو ساعتونو بند وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  ښاروال لعل اغا کاکړ نن خپل دفتر ته پر دوکانونو د نقشې په اړه د خبرو اترو لپاره ورغوښتى و.

ده زياته کړه : (( د خبرو پر مهال مې له ښاروال څخه د خپلو دوکانونو او ځمکې عوض او او تاوان غوښته، خو ښاروال پرته له کومې خبرې په سپکو سپورو او کنځاو سر شو.))

شمس الحق وايي، چې تر کنځلو وروسته يې خپلو ساتونکو ته امر وکړ ، چې دى په تشناب کې بندي کړي.

هغه وويل : ((په کشکولو کشکولو يې په يوه مردار تشناب کې واچولم ، چې له امله مې لاس هم خوږ شو.))

شمس الحق يوځل د ښاروال لخوا وګواښل شو، چې پژواک خبري اژانس سره خپله ستونزه شريکه نه کړه.

لعل اغا کاکړ ورته وويل : (( په خداى که دې اوس پرېږدم، ته رسنيو سره هم خبرې  کوې اوس چې په هر ډول کيږي دوکانونه دې په زور ورانوم لاس دې خلاص .))

ښاروال له ډېره قهره خپل دفتر ته ننوت او ساتونکي يې له شمس الحق څخه تاو شول.

له شاوخوا دوه ساعته انتظاره وروسته هم پژواک په دې ونه توانيد، چې د ننګرهار له ښاروال څخه د يادې قضيې په اړه نظر راوخلي، خو وروسته لعل اغا کاکړ پژواک ته يواځې همدومره وويل: ((ياره ما مه په عذابوه، ځه ولاړ شه. ))

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشريقوال پژواک اژانس ته وويل ، چې هېڅ دولتي مامور دا حق نه لري، چې يو څوک په شخصي يا دولتي لانجه په خپل رياست کې توقيف کړي او يا يې هم ووهي.

هغه زياته کړه : (( شمس الحق کولى شي امنيه قوماندانۍ ته حاضر شي او د خپل حيثيت پوښتنه وکړي. ))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى وايي، چې د قانون له مخې، نه ښاروال دا حق لري چې څوک په خپلې ښاروالۍ کې په خپل امر بندي کړي او نه د کوم بل رييس دا صلاحت شته .

نوموړى وايي : (( حتى پوليس دا حق نه لري،چې په چا ګوزار وکړي، دا کار که ښاروال کړى او که بل چا غير قانوني دى.))

زمري پژواک ته وويل، هر څوک چې له قانون څخه سرغړونه کوي هغه که والي هم وي بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي.

Related Topics