مزارشريف ( پژواك ٣ مرغومى ٩١ ) : د اهل تشيع د ديني عالم ايت الله محسني له علمي مقام څخه د ستاينې لومړنى سيمينار د بلخ ولايت په مركز مزارشريف ښار كې پيل شو.
دغه سيمينار، چې د ليندۍ په ۳مه، پيل او سبا به پاى ته ورسېږي، د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه اوسېدونكو، د اهل تشيع او سني مذهبونو عالمانو، د پوهنتون استادانو او محصلينو برخه اخيستې وه، چې شمېر يې نږدې ۵۰۰ تنو ته رسېد.
په مزارشريف كې د اخوت اسلامي شورا مرستيال او د ياد سيمينار د جوړولو د كمېسون يو غړي مولوي امير محمد ضيايي، پژواك خبري اژانس ته د خپلو خبرو په ترڅ كې ايت الله محسني د هېواد له نامتو ديني عالمانو څخه وګاڼه او د ياد دوه ورځني سيمينار د جوړېدو موخه يې د ده د ديني او علمي هڅو ستاينه په ګوته كړه.
نوموړي زياته كړه، چې په ياد سيمينار كې د ايت الله محسني په اړه د بېلا بېلو ديني عالمانو څرګندونې او ليكلې مقالې وړاندې شوې.
د اخوت اسلامي شورا مشر محمد شاه عادلي د ياد سيمينار ګډونوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ ايت الله محسني د هېواد له هغو ديني عالمانو څخه وګڼه چې د ملي يووالي ته يې ډېرې هڅې كړې دي.
نوموړي زياته كړه، چې ايت الله محسني سربېره پر دې چې ديني عالم و، له روسانو سره په جګړه كې يې مهمه ونډه اخيستې وه.
د هغه په وينا دولت بايد د ورته ديني عالمانو ته پوره پاملرنه وكړي او د علم د لا خپرولو لپاره ورته لازمې اسانتياوې برابرې كړې.
د بلخ د والي مرسيتال ظاهر وحدت د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې دى وياړي، چې د ايت محسني د علمي شحصيت د نمانځنې لومړى سيمنار په بلخ ولايت كې جوړ شو.
نوموړي د ايت محسني ژوند د مبارزو په درې برخو وويشته، چې لومړى د هغه د علم د تر لاسه كولو پړاو و، دويم يې د سياسي پړاو او درېيم خلكو ته خپل حاصل شوي علم د بېرته رسولو پړاو دى.
د هغه په وينا ايت محسني له د افغانستان له هغو ديني عالمانو څخه دى، چې د سيمې په كچه شهرت لري او د دين لپاره يې كار كړى دى.
د سيمنار د جوړولو د كمېسون غړي مولوي امير محمد ضيايي وويل، چې دغه سيمنار دوه ورځنى و، چې سبا ته هم دوام وكړي.
ايت الله محسني پر ۱۳۱۴لمريز كې په کندهار ولايت كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په همدې ولايت كې ترسره كړي، چې پر ۱۳۳۲ لمريز كې د عراق نجف ښار ته تللى او هلته يې ۱۲ كاله ديني زده كړې كړې دي. نوموړي د هېواد په سياسي فعاليتونو كې هم ياد كس دى، چې د حركت اسلامي په نامه د سياسي ګوند ننسټګر او مشر دى.