Language

په ترافيکي پېښه کې پنځه پوليس مړه شول

هرات ښار (پژواک ٥ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د هرات-اسلام کلا پر لويه لاره د ترافيکې پېښې له امله پنځه سرحدي پوليس مړه شوي او دوه ټپيان دي.

په هرات کې د پوليسو د ٦٠٦ سرحدي زون مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالرووف د مرغومي په ٥ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، پېښه د پوليسو د رينجر موټر او د يوه ټېلر د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

د هرات دحوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول ډاکټر محمدرفيق شېرزي هم پژواک اژانس ته ومنله، چې دوى ته نن له يادې پېښې د پنځو پوليسو مړي ور وړل شوي دي.

د يادونې ده، تېره مياشت هم د هرات – تورغونډۍ ترمنځ پر غځېدلي سړک د ترافيکي پېښې له امله دوه پوليس وژل شوي وو، چې لامل يې د چلوونکو له خوا ګړندۍ تګ په ګوته شوى و.

Related Topics