جلال اباد (پژواک ٥ مرغومى ٩١): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ د يوې ښځې مړى، چې سر ترې پرې شوى، موندل شوى دى.
د خوګياڼو ولسوال سيد رحمان مومند د مرغومي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار لس بجې يې د خوګياڼو په ادور سيمه کې د يوې ښځې مړى، چې سر ترې غوڅ شوى، موندلى دى.
د ولسوال په خبره، چې د يادې ښځې هويت او ځاى تر اوسه نه دى معلوم خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک اژانس ته وويل، چې د ادور له سيمې ورته د يوې حلالې شوې ښځې مړى ور وړل شوى دى.
د سيمې اوسېدونکى اميد وايي، چې د دې ښځې مړى د سيمې خلک نه پېژني، ښايي له کوم بل ځايه چا راوستلې وي او دلته يې حلاله کړې وي.
د هغه په وينا، دغه سيمه لويې لويې کندې لري، له همدې امله يې د شپې له تيارې په استفادې دغه ښځه دلته وژلې ده.
د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني ياده پېښه غندي او له دولته غواړي، چې د دې پېښې جدي پلټنه وکړي.
د يادونې ده، تر اوسه دا نه څرګنده چې دغه ښځه وسلوالو او که د شخصي ستونزو له امله چا وژلې ده.