غزني ښار (پژواک ۶ مرغومى ۹۱): په غزني کې د ملي امنيت ځواکونو اته تنه له سل بورۍ امونيم نايټرېټ، ۳۱ کړۍ لينونو او يوه کاماز موټر سره نيولي دي.
د غزني د ملي امنيت مرستيال شېرمحمد د مرغومي په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې د استخباراتي معلوماتو له مخې، د غزني مرکز په قلعه جوز سيمه کې هغه مهال ياد اته تنه ونيول، چې د پکتيکا له اورګون ولسوالۍ دې سيمې ته راغلي وو.
د هغه په وينا، نيول شوو کسانو غوښتل، چې دغه توکي د کندهار ولايت ته ولېږدوي او هلته په ورانکارو فعاليتونو کې ترې ګټه واخلي.
نوموړي زياته کړه، په هره بورۍ کې ۵۲ کيلوګرامه امونيم نايټرېټ ځاى شوي او د لينونو هره يوه کړۍ سل متره هغه لري،چې د ماينونو لپاره کارول کېږي.
شېرمحمد وايي، چې دغه توکي په يو کاماز موټر کې تر وړيو لاندې په ډېره ماهرانه توګه ځاى پر ځاى شوي وو.
د ده په خبره، په نيول شوو اتو تنو کې اوه تنه د غزني اوسېدونکي او يو د خوست ولايت اړوند دى.
د يادونې ده، تېره مياشت هم په غزني کې د ملي امنيت له خوا ۹۰ بورۍ المونيم نايټرېټ له درېيو تنو سره نيول شوي وو.