Language

جلال اباد (پژواک ٦ مرغومى ٩١): د ننګرهار د استيناف محکمې رييس وايي، هېڅ دولتي اداره حق نه لري چې د محکمې له  حکم پرته د چا شخصي ځمکه د دولت په ګټه وکاروي.

د استيناف محکمې رييس فضل هادي فضليار د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى دغه پرېکړه پرون د عدلي او قضايي غونډې پر مهال کړې ده.

هغه زياته کړه، د ننګرهار د هغو ادارو مسوولين، چې په ناقانونه ډول د خلکو ملکيتونه نيسي او سړک يا بل څه پرې جوړوي، وروسته له دې به د محکمې حکم په کې شرط وي.

نوموړى وايي: ((زه په دې ټينګار کوم چې ټولې ادارې دې له قانون سره سم چلند وکړي او خلک دې بې ځايه نه ځوروي.))

د استيناف محکمې رييس دغه څرګندونې په داسې حال کوي، چې وړمه ورځ د ننګرهار ښاروال لعل اغا کاکړ د شمس په نوم يو تن د ښاروالۍ په تشناب کې د دوو ساعتونو لپاره له دې امله بندي کړى و، چې ښاروال غوښتل د هغه دوکانونه ويجاړ کړي.

ښاروالي وايي، چې د سره رود په دوه سړکه سيمه کې پر دوکانونو نقشه راغلې او بايد ونړول شي، خو شمس ويل، چې ده ته دې د دوکانونو تاوان او يا دې په بدل کې ځمکه ورکړي.

د ننګرهار د استيناف محکمې رييس فضليار وايي، چې په دې اړه دوى ته هېڅ ډول قضيه نه ده راغلې او که چېرې د سړک او شخصي ځمکې خبره وي، نو په کار وه چې ښاروالۍ له دوى سره اړيکه ټينګه کړې واى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي، چې دا خبره په قانون کې واضح ده، چې په دغه شان مواردو کې بايد محکمه په جريان کې شي او تل د ننګرهار ادارې محکمه په جريان کې کوي.

Related Topics